اسلام آباد ۔ 9ستمبر (اے پی پی)وزیراعظم عم??ان خان سره د چين خارجه وزير وانګ ژي د اتوار په ورځ ملاقات وكړو۔ د چين خارجه وزير د لوړې كچې يو پلاوي مشري كوله په كوم كښې چې درې وزي??ان هم شامل وو۔ د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان ترمخه د چين خارجه وزير د وزارت ??ظمی منصب په سنبالولو عم??ان خان ته مباركي وركړه۔ ده د چيني مشرتابه لخوا د پاكستان نوي حكومت له د نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه۔ ده وزيراعظم ته د چيني مشرتابه لخوا نوي حكومت سره كار كولو كښې د خوښۍ لرلو په اړه هم ووئيل۔ ده ووئيل چ??نا??ي مشرتابه پاكستان سره ستراتيجكي همكاري لا زياتول غواړي۔ ده وزيراعظم ته د چ??نا??ي وزيراعظم لي كي كيانګ لخوا د چين سركاري دورې بلنه وركړه۔ وزيراعظم د چ??نا??ي مشرتابه لخوا په نېكو هيلو لرلو د خارجه وزير مننه وكړه۔ ده چين سره ملګرتيا له د خپل لوظ پخلي كولو سره ووئيل دپاكستان په خارجه پالېسۍ كښې چين سره ملګرتيا ته بنيادي حېثيت ترلاسه دې۔ وزیراعظم د چ??نا??ي همڅنګ لي كي كيانګ د وزارت ??ظمی منصب په سنبالولو د مباركۍ او نوې حكومت سره مرستې له د ټېلفون په كولو مننه وكړه۔ده د دورې په بلنه هم د چ??نا??ي مشرتابه مننه وكړه۔ ده ووئيل زه هم چ??نا??ي مشرتابه سره ملاقات ته سترګې په لاره يوم۔ وزیراعظم د چين حكومت سره په چین پاکستان اقتصادی راهداری منصوبې عملدرآمد له د خپل عزم پخلې وكړو۔ ملاقات كښی په سيمه ايزه وضعه او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔
تفصيلي خبر وزیراعظم عمران خان سره د چين خارجه وزير وانګ ژي وليدل
مضمون کا ماخذ : تھنڈرسٹرک II