اسلام آباد،کوئټه ۔ 12 اګست (اے پی پی) ۔ د قانون او انصاف وفاقي وزير زاهد حامد وئيلي دي ډرن ترهه ګرو بې ګناه وكي??ان او خبريا??ان بې رحمۍ سره په نښه ??ړې۔ د هېواد دښمنه عناصرو بزدلانه كاروايو سره د قام حوصلې كمزورې كېدې نه شي۔ مونږ د غم په دې وخت كښې وكيلانو وروڼو سره سم ولاړ يو۔ د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزير د جمعې په ورځ د كوئټې دورې په مهال د كوئټې پېښه ??ښې د شهيد شويو وكيلانو كورنيو سره د ملاقات او سي اېم اېچ كوئټه كښې د ژوبل شويو تپوس پوښتنې په مهال خبرو كښې وكړه۔ ده د ژوبل شويو زر روغتيا له دعا هم وكړه۔ په دې موقع دوهم وزير ظفر الله خان هم وفاقي وزير سره ؤ۔ وفاقي وزير د بلوچستان هائي كورټ ستر قاضي ٬ ګورنر او اعلی وزير سره جلا جلا ملاقاتونه هم وكړل۔ بلوچستان بار ته خپل خطاب كښې وفاقي وزير ووئيل وفاقی حکومت د بلوچستان بار د خدماتو ستائنه كوي او د بار مسئلې حل كولو له هڅې كوي٬ په دې لړ كښې به بشپړ تګلار وضعه كولو له زر تر زره غونډه رابللې شي۔ وفاقی وزیر د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئۍ سره ملاقات كښې ووئيل ترهګرو د عدليه او صحافت په آزادۍ د بندېز لګولو ناوړه هڅه كړې۔ ده ووئيل هېواد دښمنه عناصر د پاكستان د امن وضعه خرابولو له دا ډول ډرنې كاروائۍ كوي ولې د پاكستان حكومت او ټول قام به په ګډه ددوئي دا عزائم ناكامه كړي۔ د بلوچستان هائي كورټ ستر قاضي سره ملاقات كښې ده ووئيل د ترهه ګرو ملا ماته شوې۔ او اوس دوئي خپله ناكامي پټولو له اسان هدفونه په نښه ??وي۔ ده ووئيل ټول قام د ترهه ګرو په ضد يو موټې دې او تر آخري ترهه ګر خاتمې به د دوئي په ضد جنګ روان ساتلے شي۔ وفاقي وزير د بلوچستان اعلی وزير ثناﺀ الله خان زهري سره هم ملاقات او ده ته ئې د امن او امان په لړ كښې د وفاقي حكومت لخوا د بشپړې مرستې باور وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل بايد مونږ ټول يو مو??ې كېدو سره د ترهه ګرۍ نوغې وباسو۔ ظفراللہ خان ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ د بلوچستان حكومت او اولس سره سم ولاړ يو۔ هېواد دښمنه عناصر هېواد كښې انتشار خپروي۔ ولې مونږ به دوئې په خپلو ناوړه مقصدونو كښې كاميابېدو ته نه پرېږدو۔
ترهه ګرو بې ګناه وكيلان او خبريالان بې رحمۍ سره په نښه كوي
مضمون کا ماخذ : loteria instantânea