رپورټ: ناصر عباس
ترجمه : محمد عامر آفريدي
اسلام آباد 04 فروری (اے پی پی) حكومت او اپوزېشن سره تعلق لرونكو د پارليمان غړو د كشميريانو د منصفانه او د خپلواكۍ د جائز حق ترلاسه كولو د هڅو د ملاتړ پخلې كولو سره وئېلي دي چې د كشميريانو د آزادۍ بې مثاله هڅې به كاميابۍ سره مخ كېږي٬د ??ند ظلمونه او د بشري حقونو څخه سرغړونې د نړۍ په وړاندې بې نقابه شوي دي۔د رېلوے پارليماني سېكرټري فرح حبيب د كشمير يو والي ورځې په اړه اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې ??ند 80 لكه كشميريان محبوس كړې دي٬د ??ند انتهاخوښي هندو لارښود نريندرمودي د ??ند په قبضه كښې د جمو كشمير د متنازعه حېثيت ختمولو هڅه كړې كومه چې د غندنې وړ ده۔
نړۍ ته خواست كوو چې د كشمير مسئلې د حل په اړه دې د ملګرو ملتونو قراردادونه عملې كړی شي۔كشميريانو ته دې د دوي د خپلواكه حق وركړی شي چې دغسې دوي د خپل سباؤن پريكړه پخپله وكړی شي۔ده ووئيل چې كشمير د پاكستان اټوټ آنګ دې٬وزيراعظم عمران خان د ټولې نړۍ په وړاندې د مودي فاشسټ څيره٬د آر اېس اېس او د هندو توا نظريه بې نقابه كړی٬فرح حبيب ووئيل چې د كشميريانو د سوله ايزو هڅو به په هر فورم ملاتړ روان ساتو۔د فرورۍ په پنځمه نېټھ به كشميري وروڼو سره په بشپړه توګه د يو والي څ??ګن??ونه كوو۔
د پاكستان تحريك انصاف د قامي اسمبلۍ غړي احمد حسېن ډيهړ ووئيل چې مونږ كشميري خوئېندو وروڼو سره ولاړ يو۔وزيراعظم عمران خان په ملګرو ملتونو كښې د كشمير معامله په موثر انداز كښې وړاندې كړی٬د كشميري وروڼو قربانۍ د فخر وړ دي۔
د بلوچستان عوامي پارټۍ سېنېټر انوارالحق كاكړ د كشمير يو والي ورځې په لړ كښې په خپلو خبرو كښې ووئيل چې د كشمير مسئله د ټول اسلامي امت مسئله ده٬دا مسئله دې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې حل كړی شي۔ټول قام د فرورۍ په پنځمه نېټھ كشميريانو سره د يو والي څ??ګن??ونه كوي چې مقصد يې پھ نړيواله كچه د كشمير مسئله په ډاګه كول او د ??ند ظلمونه بې نقابه كول دي۔
د مسلم ليګ)(ن)سېنېټر رانا مقب??ل ووئيل چې د كشمير مسئلې حل لپاره به د سفارتي ذريعو استعمال سره سره غېر معمولي اقدامات ك??ل وي۔ده ووئيل آيا نړۍ فلسطينيانو او كشميريانو سره انصاف كوي؟
پاكستان پيپلز ګوند سره تعلق لرونكې سېنېټر سسي پليجو ووئيل چې په كشمير كښې د هندي ظلمونو٬بربريت٬ناوړه چالونو او د جاخارنه سوچ غندنه كوو٬د اكهنډ بهارت خوب به نست و نابود شي۔هغې ووئيل چې ??ند مقبوضه كشمير محصور كړې او په دې لړ كښې ټولې نړۍ ته معلومه ده پاكستان پيپلز ګوند پشمول د ټول قام د كشمير په لړ كښې دريځ يو ډول دے۔په كشمير كښې به ??ند ماتې سره مخ كېږي٬بايد مونږ ??ند بې نقابه كولو لپاره لابنګ زيات كړو۔هغه ورځ لرې نه ده چې كشميريان به آزاد وي۔
له بلې خوا د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر د پارليمان په ودانۍ كښې د كشمير يو والي ورځې په اړه د تصويري نندارتون پرانسته هم كړی چې مقصد يې په مقبوضه كشمير كښې ظلمونه په ډاګه كول دي۔
د يادونې وړ ده چې د كشمير په معامله د هېواد ټول سياسي ګوندونه سره د سياسي اختلاف يو ډول دريځ لري۔وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو د كشمير مسئله په موثر ډول په ډاګه كړی٬د حكومت د بشپړه هڅو په نتيجه كښې د نړيوالې مېډيا پام دې مسئلې ته راګرځېدلې۔ټوله نړۍ د ??ند د بربريت او ظلمونو په ضد غږ پورته كوي۔??ند په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه سختې سرغړونې كوي۔په انټرنېټ او د رائے په اظهار بندېز دې٬د مېرمنو عصمت دري كولې شي۔پھ دې وخت كښې په ټوله نړۍ كښې د ??ند ظلمونه بې نقابه كېږي۔نړيوالې ټولنې ته د كشمير مسئلې حل لپاره موثر كردار ادا كولو ته ضرورت دے۔