اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار او اقتصادي منتظيمنو د پاكستان تحريك انصاف لخوا د پاكستان معاشي صورتحال په اړه جاري كړی شوې وائټ پيپر ګمراه كونكې٬بې بنياده او د حقائق برعكس ګرځولو سره وئېلي دي چې موجوده حكومت په دور كښې د معاشي استحكام په سم پلو روان دې ٬اقتصادي اشاريې مثبت دي٬سږ كال جولائي نه تر نومبر د حسابات جاريه كهاتو خساره كښې 57 فيصده او تجارتي خساره كښې 6.2 فيصده كمې شوې٬په باور سره وائيم چې پاكستان به ډيفالټ كولې نه شي٬د پي ټي آئي د ډيفالټ ذكر د هېواد د ګټو په ضد دې٬حكومت د كروندګرو پیكج٬انډسټريل سبورټ پېكج او برآمدات كښې اضافې لپاره د اقداماتو پشمول د كركيلې او صنعتي څانګې پرمختګ لپاره د بېلو اقدامات لړۍ پېل كړی د كوم به چې راتلونكو مياشتو كښې مثبت اثرت رامخې ته شي۔د شورو په ورځ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال٬د برېښنا وفاقي وزير خرم دستګير٬د اقتصادي چارو وفاقي وزير سردار اياز صادق٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د خزانې وزير مملكت عائشه غوث بخش سره خبري كنفرنس ته د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د پاكستان تحريك انصاف لخوا جاري شوې وائپ پيپر په ځواب كښې مېډيا ته بريفنګ وركولو په مهال ووئيل چې پي ټي آئي په حقيقت كښې اقتصادي حقائق مسخ كولو هڅه كړی٬پي ټي آئي مخصوص٬غلط او بې بنياد اقتصادي اشاريو د لارې د پاكستان اولس بې لارې كولو هڅه كړی د كومې چې موازنه كړی چې هغوي د اقتصادي حقائق په ضد دي۔حقيقت دا دې چې اپرېل 2022 كښې كله چې موجوده حكومت جوړ شو نو د پي ټي آئي په څلورو كلونو غلط اقتصادي انتظام او انصرام څخه پیدا شوي صورتحال سره مخ وو د دې اثرات زمونږ معيشت تراوسه زغمي٬پي ټي آئي په وائټ پيپر كښې نړيوال كساد بازاري٬په نړيوالو منډو كښې د ضروري څيزونو په بيعو كښې د اضافې٬د روس –يوكرين جنګ او پاكستان كښې راغلې بدترين سېلاب هم نظرانداز كړی۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې دا مهال په نړيواله كچه د كساد بازارۍ رجحان دې٬آئي اېم اېف د كال 2021 لپاره د اقتصادي پرمختګ هدف 6 فيصده مقرر كړی وو كوم ته چې نظرثاني كولو سره هغه په كال 2023 كښې 2.7 فيصد كړی دې٬پاكستان هم د دې اثرات څخه متثنٰیٰ نه دې۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې د پي ټي آئي ادعا ده چې په كال 2018 كښې مالياتي خساره د جي ډي پي 7.6 فيصد برابر وه او حقيقت دا دې چې كله مونږ په كال 2018 كښې مسلم ليګ(ن)حكومت پرېښودلو نو هغه مهال د جي ډي پي تناسب څخه مالياتي خساره 5.8 فيصد وه۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل په كال 14-2013 كښې چې كله مسلم ليګ(ن)اقتدار سنبهال كړو نو وړومبې كال د محصولات حجم 2.255 ټريلين روپۍ وو او په كال 2018 كښې په حكومت پرېښودلو نو دا حجم 3.844 ټريلين ته رسېدلې٬د مالي كال 2018 په اختتام د پي ټي آئي وړومبي كال محصولات حجم 3.82 ټريلين روپۍ او په كال 22-2021 كښې 6.18 ټريلين روپۍ وو۔د خزانې وفاقي وزير ووئيل چې په كال 2018 كښې په لويه توګه د مشينرۍ درآمد او د توان په پروژو كښې د سرمايه كارۍ په سبب په درآمدات كښې 26 فيصد اضافه شوې وه٬د دې بنيادي وجه دا وه چې مونږ لوډشېډنګ مسئلو سره مخ وو٬د دې نه علاوه د هېواد سلامتيا په اړه ضروريات هم پوره كول وو او د دې په وجه په كال 2018 كښې د مسلم ليګ(ن)حكومت په اختتام د حسابات جاريه خساره 19.2 ارب ډالر وو٬د دې برعكس د پي ټي آئي په وړومبي كال كښې د حسابات جاريه خساره 13.4 ارب ډالر٬دوهم كال 4.4 ارب ډالر٬درېم كال 2.8 ارب ډالر او آخري كال كښې 17.3 ارب ډالر وو۔د خزانې وزير ووئيل چې د پي ټي آئي حكومت پالېسو په سبب پاكستان د زرمبادله ذخائر په اړه سخت صورتحال سره مخ دې٬د پي ټي آئي حكومت د آئي اېم اېف سره چې كوم لوظونه كړي د دې له مخې د پي ډي اېم حكومت د ايندهن په بيعو كښې اضافه كړې او هېواد د ډيفالټ كېدو نه بچ كړې٬حكومت آئي اېم اېف سره معاملات ټريك ته راوستلي٬ملګرو هېوادونو سره هم رابطې كړې٬دا مهال د ليټر آف كرېډېټ پرانستلو مسئله په جزوي توګه حل كړی او ډېر زر به دا د معمول كچې ته راوستلې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې پاكستان به چرې هم ډيفالټ نه كړی شي۔ډنډوري دې بند كړی شي٬څوك چې زيات شوق لري هغوي به خپل سياسي شوق پوره كولو كښې هم دا ډول كمپائن كښې ناكامه كېږي۔ده ووئيل چې په لندن كښې د نواز شريف وړاندې د پي ټي آئي خلكو لائنونه لګېدلې وو خو مونږ له هېواد بچ كول وو او انشاﺀ الله په دې كښې مونږ كامياب شوې يو۔ده ووئيل چې مونږ رياست د ډيفالټ كېدو او د سري لنكا جوړیدو څخه بچ كړې٬مونږ د خپل سياست قرباني وركړې٬اتحادي ګوندونو په ګډه دا هېواد د ډوبېدو څخه بچ كړی۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل چې د آئي اېم اېف سره په 9مې ريويو خبره اترې رواندې دي او هم په دې مياشت كښې به بشپړ شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل چې د مېډيا ټولو ملګرو ته وئېل غواړم چې چې هغوي دې اولس ته اووائي چې د تېر حكومت كومه بد انتظامي كړی د دې په وجه ګرانۍ كښې اضافه شوې او د پنجاب خبره ځكه كوم چې هلته څوك پوښتنې والا څوك نشته ځكه چې ټوله سپلائي د چين د پجاب څخه ده
د پي ټي آئي وائټ پيپر د دروغ٬بې لاري كولو او د معاشي حقائق په ضد دې٬ معاشي استحكام په سم پلو روان دې٬پاكستان به ډيفالټ كولې نه شي۔د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار د كابينې غړو سره خبري كنفرنس ته وېنا
مضمون کا ماخذ : کنگ میکر