اسلام آباد ، 25 اکتوبر (اے پی پی) د سائنس او ټېکنالوجۍ وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین وئیلي دي چې حکومت چمتو دے چې اپوزیشن سره په ملي مسئلو د قانون جوړولو لپاره کښېني ولې هغه همكاري نه كوي۔ فنانشل اېكشن ټاسك فورس (FATF) د ملي ګټو مسئله وه ، مخالفینو باید پوره همکاري کړې وه ولې د بده مرغه د اپوزیشن ګوندونه د بدعنوانۍ قضیو د بندولو غوښتنه کوي او دوئی غواړي چې اېن آر او ترلاسه کړي. د یو خصوصي تلویزیوني چینل سره په خبرو کښې هغه ووئیل چې د تیرو حکومتونو د خراب سیاستونو له امله پاکستان ګرے لسټ ته تلے وو او اوس هغوي په دې معامله سياست كوي۔ موجوده حکومت اېف اے ټي اېف 21 هدفونه ترلاسه كړي دي او پاتې هدفونه ترلاسه كولو سره به د راروان كال فرورۍ مياشت كښې د ګرے لسټ نه بهر شي۔ د کېپټن (ر) صفدر اعوان كراچۍ پېښې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښی وفاقي وزير ووئيل د 18م بدلون نه وروسته ټول اختيارات وفاق نه صوبو ته منتقل شوي دي۔ دغسې د امن او امان په ځائې ساتلو تر ټولو اولنۍ ذمه واري د صوبائي حكومتونو وي۔ د پخواني وزير اعظم نواز شريف هېواد ته د بېرته راوستلو په اړه هغه ووئيل هغه لندن كښې د پاتې كېدو هېڅ جواز نه لري او ډېر زر به بېرته راوستلے شي۔ هغه ووئيل د كورونا د لاسه د خوراك څښاك څيزونه ګران شوې دي ولې د نورو هېوادونو په مقابله كښې دلته مجموعي صورتحال غوره دے۔ هغه زياته كړه چې عمران خان ګرانۍ كښې كمي كولو له فعاله ګامونه پورته كوي
وزیراعظم عمران خان په ګرانۍ قابو موندلو له فعاله ګامونه پورته كوي۔ حكومت هېواد كښې سياسي استحكام غواړي او بدعنوانه عناصرو ته به اېن آر او ورنكړې شي۔ وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : ڈاگ ہاؤس