اسلام آباد۔2اګست(اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي چې د بده مرغه د ترهګرۍ پېښو يو وارې بيا سر پورته كړې دې ٬ مونږ له به نن د ترهګرو په ضد كوټلې ګامونه پورته كول وي ٬مونږ په تېر خپل دور كښی هم دا پ??ېكړه كړې وه چې د ترهګرۍ په ضد دې پرېكنده جنګ وكړے شي٬ كوم ترهګر چې پاكستان څخه تلې وو د تېر حكومت په دور كښی هغوي سره مذاكرات ولې وكړې شول او هغوي ولې بېرته راوستلې شول ٬ مونږ له به د خپلو تېروتنو اصلاح كول وي۔ د شورؤ په ورځ په سېنېټ كښې د باجوړ په پېښه د خيالاتو څرګندونه كولو په مهال ??ېنېټر اسحاق ډار ووئيل چې باجوړ كښې زړه ته دړد رسوؤنكې پیښه رامخې ته شوه په كومه كښې چې 70 كسان شهيد او 100 څخه زيات ژوبل شول۔ ده ووئيل زمونږ دعاګانې او نيكې هيلې ځپليو كورنيو او د جے يو آئي مشرتابه سره دي۔ ده ووئيل دې پېښې ته پام كولو سره به مونږ له دا كتل وي چې ترهګرۍ په پاكستان كښې يو وارې بيا ولې سر پورته كړې دې۔ ده ووئيل په كال 2014ء كښې د معيشت بهتري او د توان او انتها خوښۍ مسئلې حل كول تر??يح وګرځولے شو٬ آپرېشن ضرب عضب لپاره 100 اربه روپۍ طلب كړې ??وې وې د كومو چې مو??ږ انتظام وكړو۔ ده ووئيل په دسمبر 2014ء كښی په اے پي اېس د بريد يوه ناوړه پېښه رامخې ته ??وې وه۔ دغې څخه وروستو نېشنل اېکشن پلان جوړ كړے شو د كوم په ځينو برخو چې عمل وكړے شو او په ځينو نه۔ دې څخه وروستو آپرېش رد الفساد وكړے شو۔ ده ووئيل د خېبرپختونخوا حکومت څخه غوښتنه ??وې وه چې اېن اېف سی څخه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د شوي زيان لپاره دې بايد يو فيصد وركړې شي ٬ پنجاب په دې لړ كښې خپل كردار تر??ره كړو۔ ده ووئيل د روان كال په مهال ??ر 30 جون په يو كال كښې خېبر پښتونخوا حكومت ته 71 اربه روپۍ ادا كړې ??وې په دې اړه بايد معلومات واخستې شي چې دا چرته مصرف كړې شوې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره چې كوم رقم وركړے شوے وو هغه په قبائلي سيمو كښې مصرف نه كړې شو ٬ ان كېمره بريفنګ دے واخستے شي دغسې چې ټول حقائق رامخې ته شي
د بده مرغه د ترهګرۍ پېښو يو وارې بيا سر پورته كړې ٬ د تېر حكومت په دور كښې ترهګرو سره مذاكرات ولې وكړې شول او دوئي بېرته ولې راوستلې شول? د خزانې وفاقي وزير سېنېټر اسحاق ډار په سېنېټ كښی د باجوړ په پېښه د خيالاتو څرګندونه
GW lottery online entertainment official website
مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ