اسلام آباد 31 مئی (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند نفیس زکریا په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د هندي عسكرو د اړخه په مقبوضه کشمیر كښې د بې ګناه کشمیریانو د عام وژنې او د بشري حقونو خلاف ورزیو مخنيوي له په سمدستي توګه خپل موثره کردار ترسره كړي۔ د شورو په ورځ پاکستان ټیلی ویژن سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل هندي عسكر د ګڼو كشميريانو په قتل كښې ككړ دي، د مقبوضه کشمیر وګړي د خپلو حقونو او آزادۍ جنګ كوي، د هغوي پھ ضد د روان جارحیت او بشري حقونو په خلاف ورزیو به مونږ په نړيوال فورم غږ پورته كوو۔ ده ووئيل پاکستان به د مقبوضه کشمیر د اولس ملاتړ روان ساتي او د هغوي به سیاسی، سفارتی او اخلاقی حمایت هم كوي۔ وياند په نړيواله ورورولۍ او بيلو هېوادونو كښی پھ مېشته مسلمانانو زور راوړې چې په کشمیریانو د روان ظلم په ضد غږ پورته كړي دغسې چې هغوي ته خپل بن??ادی حق حق خود ارادیت ترلاسه شي۔ ده ووئيل مقبوضه کشمیر كښې وګړي د خپلې آزادۍ او حقونو ترلاسه كولو له د نړۍ پلو ګو??ي۔
نړيواله ورورلۍ دې د هندي ځواكونو په مقبوضه کشمیر كښې د بې ګناه کشمیریانو عامې وژنې او د بشري حقونو خلاف ورزیو مخنيوي له په سمدستي توګه خپل موثره کردار ترسره كړي
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا کا اطلاق