مظفر آباد۔5 فروری(اے پی پی) نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئيلي دي چې پاكستان به تر هغه وخت د كشميري خوېندو وروڼو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې دوئي ته د خپ??واكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ د ګل په ورځ د كشمير يووالي ورځې په موقعه نګران وزيراعظم د آزاد كشمير پلازمينې مظفر آباد دوره وكړه۔ په دې موقعه وزيراعظم انوار الحق سره د آزاد جموں و كشمير وزيراعظم چوهدري انوار الحق او د قانون ساز اسمبل?? سپيكر چوهدري لطيف اكبر ملاقات وكړو۔ په دې موقعه خپ??و خبرو كښې نګران وزيراعظم انوار الحق كاكر ووئيل زما په شمول ټول پاكستانې قام د خپ??واكۍ حق ترلاسه كولو له په روانه مبارزه او ستړو كښې كشميري خوېندو سره يو برابر ولاړ دے۔ ده ووئيل په كشمير كښې هندي ظلمونه پټ پناه نه دي٬ په هندي ظلمونو او زياتي د نړيوالې ورورولۍ خاموشي د اندېښنې او غندنې وړ ده۔ نګران وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې پاكستان به تر هغه وخت د كشميري خوېندو وروڼو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي تر څو چې دوئي ته د خپ??واكۍ حق ترلاسه شوے نه وي۔ په دې موقعه د آزاد كشمير وزيراعظم او سپيكر د كشمير يووالي ورځې په موقعه د وزيراعظم انوار الحق كاكړ د مظفر آباد دوره خوشبينه وګرځوله۔ دوئي ووئيل چې دې سره د هند وزيراعظم ته دا ښكاره پېغام رسېدلے دے چې د پاكستاني او كشميري خوېندو روڼو زړونو يو بل سره يو ځايې در??يږي۔
پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو كښې د خپلو كشميري خويندو وروڼو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرسته روانه ساتي۔ نګران وزيراعظم انوار الحق كاكړ
Gold Blitz Extreme Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : گونزو کی تلاش