اسلام آباد 22 مئی (اے پي پي) صدر آصف علي زرداري د دې خبرې پخلے كړے چې پاکستان عمر له د تاریخ په صحیح اړخ ولاړ پاتې كيدو لاره نيولو سره ?? ’’ ون چائنا‘‘ په اصول كلك باور لري۔ د چین او پاکستان ترمينځه د سفارتي اړيكو جوړيدو 73مې سالګرې په موقع د شورو په ورځ شائع شوې د چین میډیا سره مركه كښې صدر ووئيل د پاکستان اولس د چین سره ??یر مشروط مينه لري۔دا خبره ??ې ياده وي چې مارچ كښې په دويم ځل د صدر د ټاكلے كيدو نه پس د كومې غیر ملکي میډیا سره ?? صدر زرداري دا وړومبۍ مركه ده ۔د دواړو هېوادونو پخوانو لارښودو ترمينځه نزدې رابطې په يادولو كښې صدر آصف زرداري ووئيل زما ارواښاد سخر او د پاکستان پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بھټو قام ته وئيلي وؤ چې ختيز پلو اوګورئ ، چین پلو اوګورئ۔صدرمملکت آصف زرداري چا چې د پاکستانی صدر په حېث ?? وړومبۍ مودې په مهال 9 ځل د چین دوره کړې وه، د ’’تائیوان آزادي‘‘ په كوم هم صورت مسترد کولو سره ?? ون چا??نا اصول منلو په اړه د پاکستان د موقف پخلے كړے ۔ده ووئيل تائیوان د چین برخه دے ۔دې نه ځانله بله كومه لاره نشته۔ده ووئيل پاکستان عمر له د چين سره ولاړ دے او د چین د بنیادی ګټې به تحفظ کوو۔ د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ (سی پیك) پېل كېدو او د ګوادر پورټ په پرمختګ تبصره کښې آصف علي زرداری ووئيل 11 كاله وړاندې سی پیک پيل كيدو نه پس په ګوادر پورټ زيات كار شوے ،دا بندرګاه به د ټولې نړۍ سرمایه کارو ته هركلے اووائي۔د يوې پوښتنې په ځواب صدر آصف زرداري ووئيل پاکستان د نورو سكولونو د دې خبرې ډاډګيرنه كوي چې هغوې به د چین ژبه لازمي نصاب كښې شاملوي۔د دواړو هېوادونو ترمينځه د اولس په كچه تبادلو قوي كولو په اهميت زور راوړلو سره ??ه د دواړو هېوادونو وګړو تګ راتګ آسانولو لپاره په نوو پالیسیو زور راوړو۔ د چين اولس کامیابۍ ستائېلو سره ??در آصف زرداري ووئيل د پالیسیو تسلسل باوري كول د چین د کامیابۍ مهمه وجه ده او پاکستان د چین د پرمختګ عمل كښې د نورو شاملولو امید لري۔
پاکستان د ’’ون چائنا ‘‘ په اصول كلك باور لري۔ د صدر آصف علي زرداري د چین میډیا سره مركه
Shanshui Scenery Entertainment official website
مضمون کا ماخذ : خوش قسمتی کا رش