اسلام آباد۔24نومبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي كسان په رضاكارانه توګه خپلې ګرفتارۍ وړاندې كوي٬ د پي ټي آئي ??اني اين آر او غواړي ٬ په اسلام آباد كښې ژوند د معمول له مخې دے ٬ لارې پرانستې دي ٬ د ځينې بند لارو ذمه وار تحريك انصاف دے٬ د ښار ??من به بحال ساتلے شي٬ چا ته به د ??من خرابولو اجازه وركولې نه شي ، د پي ټي آئي كسان په رضا كارانه توګه ګرفتارۍ وركوي٬ د پي ټي آئي ??اني اېن آر او غواړي٬ هغه بايد عدالت ته رجوع وكړي۔ د اتوار په ورځ د پلازمينې بېلو برخو دورې كولو په مهال خپلو خبرو كښې ده ووئيل په وفاقي پلازمينه ??ښې لارې پرانستې دي او كومې چې بندې دي هغه د تحريك انصاف دلاسه دي۔ ده ووئيل د تحريك انصاف خپل خلك نه غواړي چې د دوئي لارښود بهر راوځي ٬ د پنجاب په شمول بېلو برخو څخه اطلاعات ترلاسه شوي دي چې د پي ټي آئي كسان په رضاكارانه توګه ګرفتارۍ وركوي ولې چې هغوي اړې ګړې رامخې ته كول نه غواړي۔ ده ووئيل چاته به د اړي ګړي رامخې ته كولو اجازه وركولې نه شي۔ ده ووئيل پي ټي آئي ??ل سركاري او د خلكو املاكو ته زيان رسولے دے۔ په كال 2014ء كښې په دهرنه ??ښی پي ټي آئي په پي ټي وي بريد وكړو۔ په 9 مئي يۍ بريدونه ??كړل٬ د شهيدانو يادګارونه ??ۍ ړنګ كړل۔ نن هم دوئي هم دغه كوي۔ دوئي ډيل غواړي۔ دا د عدالتونو كار دے ٬ دغلته دې خپل كېس مخ په وړاندې بوځي۔ ده ووئيل د حكومت اقداماتو سره د هېواد معيشت په سم لوري روان شوے دے۔ په ګرانۍ كښې كمې راغلې دې۔ د بېلاروس صدر پاكستان ته راروان دے٬ نن د بېلاروس كاروباري پلاوې پاكستان ته رارسي۔ ده ووئيل تحريك انصاف دې ووائي چې دوئي په كومه اولسي مسئله بهر راوتلې دي؟ ده ووئيل په برېښنا وړاندې څخه سبسډي وركړې شوې ده٬ وزیراعظم ونټر پېکېج اعلان كړے دے٬ ونټر پېکېج سره به په بلونو كښې يخنۍ كښې هم كمې كولې شي?? ګراني مخ په كمېدو ده٬ اولس ته آسانۍ وركولې شي۔ خو دوئي په ضد دي چې مونږ احتجاج كوؤ۔ د دوئي ??حتجاج د څه څيز په ضد دے۔ يوازې دا غوښتنه ??وي چې زمونل لارښود خوشې كړۍ۔ ده ووئيل ??من په ځاے ساتل د حكومت ذمه واري ده۔ داخله وزير ??من باوري كولو له د صورتحال پرله پسې جاج اخلي او دا خبره باوري كوي چې دلته پلازميه كښې امنيتي انتظامات په زړه پورې وي۔ ده ووئيل مونږ هيله لرؤ چې حالات به پر??من وي۔ ده ووئيل د پاكستان معيشت پرمختګ كوي ٬ د بېلاروس صدر ته به هركلې وايؤ٬ هغه پاكستان ته سرمايه كارۍ كولو له راروان دے۔ ده ووئيل پاكستان په دې وروستيو كښې د اېس سي او كنفرنس وكړو٬ ملګري هېوادونه دلته سرمايه كاري كوي۔ ده ووئيل پي ټي آئي ??ل ملګرو هېوادونو سره د اړيكو خرابولو هڅه كړې ده او اوس په اسلام آباد كښې اړې ګړې رامخې ته كولو له راروان دي۔ ده وئيل دوئي ??ايد خپله صوبه كښې ??من بحال كړي٬ د كرم ايجنسۍ د خلكو غم چا سره نشته۔ په كرم ايجنسۍ كښې نن هم لاريونه ??يستلې شي۔ دې څخه وړاندې وفاقي وزير په خپله ګاډې ډرائيو كولو سره د اسلام آباد د بېلو برخو دوره وكړه۔ په دې موقعه ده پوليس ځوانانو ٬ افسرانو او عامو وګړو سره ملاقات وكړو۔
د پي ټي آئي كسان په رضاكارانه توګه ګرفتارۍ وړاندې كوي٬ د پي ټي آئي باني اين آر او غواړي ٬ په اسلام آباد كښې ژوند د معمول له مخې دے ٬ لارې پرانستې دي ٬ د ځينې بند لارو ذمه وار تحريك انصاف دے ٬ عطاﺀ تارړ
बीएसपी कार्ड गेम प्रतिष्ठित सट्टेबाजी ऐप
مضمون کا ماخذ : شریر چڑیل