اسلام آباد۔24 نومبر(اے پی پی) د وزیرِ اعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه وشوه۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې د كابينې په پېل وزيراعظم د خپلې ??اروغتيا په مهال په تپوس پوښتنه كولو ٬ د نېكو هيلو په څرګندونه او دعاګانو كولو د ټولو وفاقي وزيرانو مننه وكړه۔ وزیرِ اعظم د خزانې وفاقي وزير ٬ د تخفيف غربت او سماجي تحفظ وفاقي وزير ٬ د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرمېن ٬ د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې ٬ د مواصلات وفاقي وزير ٬ د توان وفاقي وزير ٬ اېن ډي اېم اے او ټولو اړوندو اد??رو ته د سېلاب ځپليو ريليف او بحالۍ ل?? په پورته كړې ګامونو د عقيدت ډالۍ وړاندې كړې۔ وزیرِ اعظم د مصر په شرم الشېخ ښار كښې په پاكستان كښې د موسمياتي بدلون په نتيجه كښې د راغلي سېلاب د لاسه رامخې ته شوي زيانون?? په نړيوال فورم COP-27 كښې كاميابۍ سر?? په ډاګه كولو له د خارجه وزير بلاول بھټو زرداري ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د موسمياتي بدلون وفاقي وزيرې شېري رحمان هڅې په خاص توګه وستائلې۔ وزیرِاعظم په پاكستان كښې د سېلاب د لاسه د شوي زيان ازالې ??ه د نړيوالې ??رورلۍ لخوا د مرستې باور راكول او د موسمياتي بدلون اغېز مخنيوي لپاره دې خطر سره مخ هېوادونو لپاره د لاس اېنډ ډېمېجز فنډ جوړېدل په خارجه محاذ د پاكستان لويه فتح وګرځوله۔ کابینې د وزيراعظم د سېكرټري سيد توقير شاه مور او په اوسنيو پېښو كښې د قانون نافذ كوؤنكو اد??رو شهيد شويو اهلكارو لپاره د بخښنې دعا هم وكړه۔
د وفاقي كابينې غونډه ٬ وزيراعظم په كوپ – 27 كښې د لاس اېنډ ډېمېجز فنډ جوړېدل د پاكستان لويه كاميابي وګرځوله
Yehu APP game download
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج