اسلام آباد 10 جنوري (اے پي پي) د اېنټي ناركوټكس فورس انټېليجنس او اے اېن اېف په شريكه كارروائې كښې په پاك افغان پوله﴿طورخم﴾ د خوراكي توكو د ټرك څخه په لوي مقدار نشه اي توكي برآمد كړے شوي دي. د اے اېن اېف وياند له مخې 183.600 كلوګرام چرس او 24.700 كلوګرام افيون په ټرك كښې په پټو خانو كښې په ځائ كړې شوي وو. د ټرك څخه په مجموعي توګه 208.300 كلوګرام نشه اي توكي ترلاسه كړې شوي دي. د كارروائې په مهال د لنډي كوتل اوسېدونكي د محمد نور په نوم تورن په موقع ګرفتار كړے شوے. ترلاسه كړې شوي نشه اي توكي د افغانستان څخه د طورخم په لار پاكستان ته قاچاق كېدل.
مضمون کا ماخذ : raspadinha آن لائن مفت