اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ورچوئل پوهنتون ته هدايت كړے چې هغه دې د هېواد په لرې سيمو او خاص توګه بلوچستان، سندھ، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې خپله موجودګي زياته كړي، د ورچوئل پوهنتون په دائره كار كښې اضافې سره به د لرې سيمو خلقو د كورسز او اي لرننګ پروګرامونو څخه استفاده وكړې شي. د ماركيټ ضروريات پوره كولو لپاره په بېلا بېلو چانګو كښې آن لائن تعليم او تربيې ته د وده وركولو ضرورت دے. ده دا خبرې د نهې په ورځ د ورچوئل پوهنتون په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې. په دې موقع د ورچوئل پوهنتون رېكټر ډاكټر ارشد سليم بهټي په هېواد كښې د اي لرننګ ودې په اړه د پوهنتون د كردار او كاركردګۍ په اړه بريفنګ وركړو. صدر مملكت ته ووئيل شول چې ورچوئل پوهنتون په كال 2021م كښې د 55 زرو نه زياتو زده كوونكو ته داخلې وركړې دي كومه چې ځانګړې كاميابي ده. صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د پوهنتون انتظاميې ته د نړيوال معيار له مخې د كورسز ترتيب كولو هدايت وكړو. صدر مملكت په هېواد كښې د اي لرننګ ودې لپاره د پوهنتون د كردار ستائنه وكړه
ورچوئل پوهنتون دې د هېواد په لرې سيمو او خاص توګه بلوچستان، سندھ، آزاد كشمير او ګلګت بلتستان كښې خپله موجودګي زياته كړي. د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي هدايت
مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria