اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي په سندھ داسې حكومت مسلط دے كوم چې اولس سره هېڅ سروكار نه لري، د سندھ حكومت د پالېسيو زيان د سندھ اولس ته رسيږي ، د اوړو او چينو بيعې په سندھ كښې لوړې دي، د صحت كارډ او د راشن پروګرام څخه د سندھ اولس محروم دے، بايد د سندھ استازي د وزيراعلٰی څخه پوښتنه وكړي چې هغه د سندھ د اولس نه د كومې خبرې بدل اخلي، د پاكستان اولس ته په ډېره موده پس داسې حكومت په لاس ورغلے چې په كوم د كرپشن تور نشته، په وزيراعظم عمران خان خپل مخالفين هم باور لري، نن د پاكستان په سياسي مشرتابه باور بحالېږي، كه د مارچ تر 23مه نېټې پي ډي اېم پاتې شو نو مارچ به وكړي. ده دا خبرې د زيارت په ورځ د غذائي تحفظ وفاقي وزير سيد فخر امامم سره يو ځائ خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. چوهدري فواد حسېن ووئيل د كووډ نه پس د ټرانسپرنسي انټرنېشل په سروے كښې په وړومبي ځل په كوم سياسي حكومت د كرپشن شك نه دے شوے او دا خبره د ډاډګېرنې وړ ده. ده ووئيل 89 فيصد خلقو د كورونا په مهال د حكومت په كاركردګۍ او اقدامات د اعتماد څرګندونه كړې. ده ووئيل په نړۍ كښې ډېر كم مثالونه موجود دي چې د كورونا وبا نه پس كوم هېواد د 5 فيصد شرح سره پرمختګ كوي. ده ووئيل د پاكستاني معيشت 5 فيصد پرمختګ آئي اېم اېف هم مني، هيله ده چې مونږ به د 5 فيصد نه هم زيات پرمختګ وكړو
په سندھ داسې حكومت مسلط دے كوم چې اولس سره هېڅ سروكار نه لريد صحت كارډ او د راشن پروګرام څخه د سندھ اولس محروم دے. چوهدري فواد حسېن
مضمون کا ماخذ : لوٹیریا علاقائی