اسلام آباد۔10اګست(اے پی پی) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ په ميډيا خپور شوي هغه راپورونه په كلكه مسترد كړي كومو كښې چې په پاكستان د رائے اختلاف لرونكو سمندرې پورې پاكستانيانو په ضد د كرېك ډاؤن كولو تور لګولے شوے۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان د پارلماني جمهوري هېواد په حېث نړۍ كښې چرته هم د مېشته خپلو وګړو د حقونو محافظ دے۔ د نهې په ورځ د سمندر پورې پاكستانيانو په ضد د كرېك ډاؤن بې بنسټه تورونه رد كولو په لړ كښې د ميډيا د پوښتنو ځواب كښې هغه ووئيل سوال نه پېدا كېږي چې پاكستان د كوم جواز په بنياد خپل يا د كوم بل رياست وګړي له دړكه وركړي۔ وياند ووئيل دا بې بنسټه تورونه د پاكستان او د رياستي ادارو د بدنامولو په غرض سره د پاكستان په ضد د غلط بيانۍ اډانه كمپاين برخه ښكاري۔ وياند ووئيل پاكستان فعاله سول سوسائټي ٬ خپلواكه ميډيا او عدليه لورنكے يو پارليماني جمهوريت دے كوم چې د ټولو وګړو د يو برابر حقونو او تحفظ عزم لري۔ هغه ووئيل په آزادۍ د رائے څرګندونې د حق نه زمونږ د مضبوط تړون څرګندونه هېواد كښې د يو شمېر ميډيا چېنلو او د ورځپاڼو د شتوالي څخه كېږي۔ وياند ووئيل د كومې ميډيا ادارې لخوا د پاكستان په ضد غېر مستند او ناوړه بيانونو ته د تقويت وركولو لپاره خپل پلېټ فارم وړاندې كول د افسوس وړ ده۔
د رائے اختلاف لرونكو سمندر پورې پاكستانيانو په ضد د كرېك ډاؤن په اړھ بې بنسټه تورونه مسترد كوؤ۔ د پارلماني جمهوري هېواد په حېث د خپلو وګړو د حقونو ساتندويه يؤ۔ خارجه دفتر
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے اعدادوشمار