اسلام آباد ۔ 27 مئی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د رمضان المبارك په پېل پاكستاني اولس او ټولې اسلامي نړۍ ته مباركي وركولو سره وئيلي دي د رحمتونو او بركتونو دې ورځو كښې بايد د كمزورو ٬ ضعيفانو او بې وسه كسانو مرسته وكړو دغسې چې هغوي په خپلو پښو د اودرېدو جوګه شي۔ دغسې فتنه پېدا كوؤنكو ته ماتې وركولو كښې بوخت د ګران هېواد ساتونكو له دعا وكړو چې لوئے څښتن دے د دوئي په هڅو كښې بركت واچوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د رمضان المبارك مياشتې په پېل د اولس په نامه خپل پېغام كښې وكړه۔ ده هيله ولرله چې مونږ به دې مباركه مياشت كښې رحمتونه راجمع كولو سره د لوئے څښتن د رضا حق دار جوړ شوو۔ ده ووئيل نور عبادتونه ظاهري اړخونه لري ولې روژه ??وم ظاهري اړخ نه لري۔ ددې تعلق نېغه په نېغه رب سره دے۔ دې كښې د تريبې يو غوره نظام دے كوم چې بنده رب ته نزدې كوي۔ ده ووئيل بايد دا مياشت مونږ د اېمان او احتساب جذبې سره تېره كړو۔ اولس مشر دعا وكړه لوئے څښتن دے دا مياشت د پاكې خاورې ٬ اسلامي نړۍ او ټولې دنيا له د خېر او بركت ذريعه وګرځوي۔
د رحمتونو او بركتونو دې ورځو كښې بايد د كمزورو ٬ ضعيفانو او بې وسه كسانو مرسته وكړو او فتنه پېدا كوؤنكو ته ماتې وركولو كښې بوخت د ګران هېواد ساتونكو له دعا وكړو۔د اولس مشر ممنون حسېن د رمضان المبارك په پیل د اولس په نامه پېغام
مضمون کا ماخذ : نتیجہ میگا سینا