اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئيلي دي په غېر قانوني توګه هېواد كښې مېشته غېر مل??يانو ويستلو منصوبې پحقله ټول انتظامات مكمل شوي٬ د نو??بر وړومبې نيټې نه وروستو به د غېر قانوني غېر مل??يانو په اړه په انخلاء او د شړلو په پاليسۍ به سودا نه كېږي٬ بې دخل شوې غېر مل??ي كورنيو ته به د 50 زره نه د زياتو نغدو وړلو ا??از?? نه وي۔ د زيارت په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال ده ووئيل په بېلا بېلو ښاريو كښې هولډنګ سينټرز جوړ كړے شوي٬ غېر قانوني غېر مل??يان به هلته ساتلے شي او دوي ته به ټول سهولتونه وركولې شي٬ د بې دخل كولو پاليسي ھغه غېر مل??يانو لپاره ده څوك چې د سفر دستاوېز نه لري، څوك چې په هېواد كښې د پاتې كېدو جواز نه لري ھغوي به زندانونو ته نه لېږلے كېږي بلكې د هولډنګ سينټرز نه به خپلو هېوادونو ته لېږلے شي۔ نګران وزير ووئيل د بې دخله كولو پاليسي يواځې غېر قانوني وګړو لپاره ده ٬ د افغان وګړو پشمول كوم غېر مل??ي چې قانوني دستاوېزات سره راتلل غواړي مونږ به ئ?? هركلے كوٶ، زمونږ قام احسان فراموش نه دے٬ مونږ د ملېمنو په احترام پوهېږو ۔ده ووئېل سياسي مشرانو ته د رامخې ته خطرو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل سياسي مشران خطرو سره مخ دي٬ ده ووئيل د غېر مل??يانو بې دخله كول يو چېلنجنګ ټاسك دے خو رياست لپاره چېلنج چې هر ډول وي چېلنج نه وي چې ټولې ادارې غواړي چې زمونږ هېواد مضبوط شي ۔ده ووئېل داسې خو په يو هېواد كښې نه كېږي چې څوك راشي او بيا ئې درك نه لګي چې چرته دے٬ نه څوك ويزه اخلي او نه د سفر دستاوېز۔ وفاقي وزير ووئيل زمونږ په قانون كښې كه يوه مېرمن غېر مل??ي سره واده وكړي نو سړي ته ئ?? شهريت نه ترلاسه كېږي خو كه يو سړے غېر مل??ۍ سره واده وكړي نو ھغې ته شهريت ترلاسه كېږي۔ ده ووئيل غېر مل??يانو ته په كرايه كور وركول هم د سهولت كارۍ په زمره كښې راځي ٬ په دوي به د اېف آئي اے د فارن اېكټ اطلاق كېږي او ستونزو سره به مخ كېږي۔
په غېر قانوني توګه هېواد كښې مېشته غېر ملكيانو ويستلو په اړه ټول انتظامات بشپړ شوي۔ د نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي پرېس کنفرنس
مضمون کا ماخذ : دیگر کلیدی الفاظ