اسلام آباد 13 جون (اے پي پي) د پټروليم وزير مملكت مصدق ملك وئيلي دي چې روسيه څخه درآمد شوې خام تېل په ټيټه بيعه ترلاسه كېږي٬ د دې ??ټه به اولس ته منتقل كوٶ، آذربائيجان به هره مياشت پاكستان ته په ارزان اېل اېن جي كارګور وركوي، امريكې څخه به ګرين هائيدروجن او امونيا راوړو٬ اروپائي هېوادونو ته مو بلنه وركړې ده چې پاكستان كښې د اېل اېن جي كارخانے ولګوۍ، تركمانستان سره د تاپي ګاز پائپ لائن په لوظنامه لوے پېشرفت شوېدے٬ د هېواد د ګاز ګرځينده قرض ختم كړے شوې دې٬ د ??ېل او ګاز لټون لپاره ب?? د 16 نه تر 24 نوې آف شور بلاكس نيلام كوٶ، اولس څخه د ګرانۍ بوجھ اخوا كولو لپاره په تنخاګانو كښې اضافې شوې، د تېر حكومت د څلور كلنې كاركردګۍ زمونږ د يو كال كاركردګۍ سره موازنه وكړئ، زمونږ د خارجه پاليسي او د توان د پاليسۍ محور د هېواد ترقي ده، د سائفر ډرامے نه پس د امريكې په وړاندې د منت زارۍ كولو سفر هم ??ولس ليدلېدے۔ د نهې په ورځ پرېس كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل پاكستان د روسيه نه يو لك ټن ??ېل اخستې دي٬ د دې نمونے د وړاندې نه ترلاسه كړې شوې وې، او لېب ټېسټ ئې هم ??وېدے۔ ده ووئيل روسيه څخه د تېلو بېړۍ كراچۍ ته رارسېدلے ده او د دې نه پس به تسلسل سره تېلو راغواړو، هېواد ته په درآمد كېدونكې خام تېلو كښې به په دريو كښې يوه برخه د روسيه څخه درامد كولې شي، د دې ??ټه به اولس ته منتقل كولې شي۔ وزير مملكت ووئيل د سائفر ډرامے نه پس د امريكې په وړاندې د منت زارۍ كولو سفر هم ??ولس ليدلېدے٬ په 75 كالو كښې وړومبي ځل روسيه څخه ??ېل پاكستان ته رارسېدلې دي، مونږ ته معلومه ده چې اولس ګرانۍ سره مخ دې او د ګرانۍ كمي لپاره اقدامات كوٶ۔ ده ووئيل د نوې ريفائنري پاليسۍ منظوري وركړې شوې ده٬ خليجي هېوادونه به لس اربه ډالره سرمايه كاري كوي٬ د پخوانۍ ريفائنريز پاليسي به ډېره زر منظوره شي ۔ ده ووئيل د ټائټ ګاز پاليسي په آخري پړاٶ كښې ده٬ د ??ېل او ګاز لټون لپاره ب?? د 16 نه تر 24 نوې آف شور بلاكس نيلام كوٶ٬ په تېرو څلورو كالو كښې د ګاز او تېلو لټون لپاره يو بلاك نه دې نيلام كړې شوې۔ وزير مملكت ووئيل تركمانستان سره د تاپي ګاز پائپ لائن په لوظنامه لوے پېشرفت شوېدے، اروپائي هېوادونو ته مو بلنه وركړې ده چې پاكستان كښې د اېل اېن جي كارخانے ولګوۍ۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل مونږ د ګاز كمبوت سره مخ يو دې لپاره نوې كنكشنز نشو وركولې
روسيه څخه درآمد شوې خام تېل په ټيټه بيعه ترلاسه كېږي٬ د دې ګټه به اولس ته منتقل كوٶ، آذربائيجان به هره مياشت پاكستان ته په ارزان اېل اېن جي كارګور وركوي، امريكې څخه به ګرين هائيدروجن او امونيا راوړو۔ وزيرمملكت مصدق ملك
Top striker online entertainment links
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی قیمت