اسلام آباد۔30اکتوبر(اے پی پی)دکورنیوچارو نګران وفاقي وزير سرفراز احمد بګټي وئیلي دي په پاکستان كښې په غیرقانوني توګه پاتې كېدونكو وګړو ته وتلو لپاره تر 31 اكتوبر ډېډ لائن وركړے شوے دے٬ د وتلو معامله په غېر قانوني توګه دلته پاتې كېدونكو لپاره ده ٬ د كومې مخصوص ډلې په ضد نه ده٬ په غیرقانوني توګه مېشته افغان وګړي به پولې ته نزدې سیموته رسولې شي٬ هغه پاکستانیان چې په غیرقانوني توګه پاتې كېدونكو ته په کرایه كورونه وركوي هغوي هم په دې جرم کښې برابرشریک دي، دوئي ته موقع ده چې په غېر قانوني توګه د پاتې كېدونكو په اړه اطلاع وركړي۔ ده ووئيل مونږ بهرن??و وګړو ته وتلو لپاره د 31 اكتوبر ډېډ لائن وركړے ۔ په دې مهال په خپله خوښه بېرته تلونكو ته به ټول ممكن سهولت وركولے شي۔ ده ووئيل اوس څوساعته پاتې دي که څوک په ټاکلي وخت له پاکستان څخه نه ځي او داعتبار وړ ویزه او پاسپورټ نه لري نو له هېواد څخه به ویستلےکېږي۔ ده ووئيل دا تاثر سم نه دے چې مونږ يواځې افغان وګړي له خپل هېواد څخه بېرته لېږؤ۔ ده ووئيل د بهرن??و وګړو د مېرمنو او مشرانو سره ب?? د ??حترام معامله كولې شي٬ نزدې دوه لكه بهرني وګړي د دوو مياشتو په مهال بېرته تللي دي۔ ده ووئيل په غېر قانوني توګه دلته پاتې كېدونكي داسې كولې شي چې بېرته خپلوهېوادونو ته لاړ شي،قانوني اسناد ترلاسه کړي او بېرته راشي او بيا به دلته كاروبار كولې ??ي ٬ ده ووئېل مونږهرڅه د قانون مطابق ترسره کوو۔ د روغتيا نګران وفاقي وزير ووئيل د قانون او مېرټ خلاف ورزي ميډيا رامخې ته كولې شي ده ووئيل مونږ لنډې مودې لپاره راغلې يؤ٬ په پرائمري هېلتھ کیئر مونږ كار پېل كړے دے۔ ده ووئيل كوم بی اېچ یوز چې د سېلاب د لاسه ځپلې شوي هغه د ډبلیو اېچ او په مرسته بحالولې شي او وزيراعظم به ډېر زر د دې منصوبې پرانسته وكړي۔ د مذهبي چارو وزارت استازي ووئيل د سېکرټری کرنټ چارج ایډیشنل سېكرټري ته سپارلے شوے۔ 550 ملین روپۍ به پي آئي اے ته نن ادا كړې شي۔ ده ووئيل حج پالیسي 2024 ب?? د ??ب كمېټۍ كليئر كولو څخه وروستو نافذ العمل وي۔ په سرکاری سکیم كښې به 25 زره او نجي سكيم كښې به 44 زره كسان حج له تللے شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښی نګراني وفاقي وزير جمال شاه ووئيل په افغانستان كښی تر ټولو زيات سندرغاړي موجود دي٬ كه هغوي په قانوني توګه دلته راتلل غواړي نو هغوي ته به سهولت وركولے شي۔ ده ووئيل مجاهدينو او طالبانو زيات سندرغاړي وژلي دي اوس هغوي په افغانستان كښې نه شي پاتې كېدلے ۔ ده ووئيل دا پاكستان ذمه واري ده چې د داسې كسانو خيال اوساتي۔
په غير قانوني توګه ميشته كسانو ته كور په كرايه وركوؤنكې پاكستانيان هم په جرم کښې برابرشریک دي، دا تاثر سم نه دے چې مونږ يواځې افغانان بيرته ليږؤ۔ د نګران داخله وزير سرفراز احمد بګټي او نورو وزيرانو خبري كنفرنس
مضمون کا ماخذ : آزاد کشمیر لاٹری