اسلام آباد 17 مارچ (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې سندھ هاٶس د هارس ټرېډنګ مركز جوړ شوے دے٬ په كوم ډول چې د ماورائے آئين د خرڅ او اخستو منډۍ لګېدلې دي د دې په ضد به قوي اېكشن اخلو۔ د زيارت په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل سندھ هاؤس ته د زياتې پېسې منتقل كېدو اطلاعات دي٬ په سندھ هاؤس كښې كسان ساتلو پاره صوبې څخه پوليس هم راغوښتې شوې دې۔ وفاقي وزير ووئيل دا مهال سندھ هاٶس د هارس ټرېډنګ مركز جوړ دے او دا ډول هلې ځلې د آئين خلاف دي۔ ده ووئيل مونږ په ډېره خوارۍ د دا ډول اقداماتو څخه ځان خلاص كړې ٶ خو د بده مرغه اپوزيشن هارس ټرېډنګ پېل كړې دې، حکومت د دې په ضد د قوي اېكشن منصوبه بندي كوي
مضمون کا ماخذ : números sorteados lotomania