اسلام آباد 31 مئي (اے پي پي) پاکستان ماحول د پلاسټك خيرنوالي څخه پاكولو لپاره د چمتو هېوادونو په صف كښې شامل شوے،په دې لړ كښې وفاقي اسلام آباد كښې پولي تھين بيګز جوړول ، خرڅول او په استعمال بشپړ بنديز لګولے شوے ٬ په دې اړه په قانون عملدرآمد کولو كمپائن په مهال 3500 کلو ګرام پلاسټك بيګز ضبط او خلاف ورزي کوونكې 30 لکهه روپۍ جرمانه شوي۔ د وزيراعظم د موسمي بدلون خاص مرستيال ملك امين اسلم اے پي پي ته ووئيل په اسلام آباد كښې 14 اګست 2019 څخه پولي تھين بيګز جوړول ٬ خرڅول او په اخستو بشپړ بنديز لګولے شوے او د متبادل په توګه قدرتي ماحول كښې د تحليل كيدو صلاحيت لرونكي ماحول دوست بيګز جوړولو او د استعمال ډاډګيرنه كيږي۔ده ووئيل دا بنديز ضروري وؤ ځكه چې پلاسټک بيګز د انساني صحت، ځنګلي ځناورو ، قدرتي ماحول او حياتياتي تنوع لپاره د مضر ګرځيدو سره سره ګڼو ښارونو كښې د اوبو وېستلو په لارو كښې خنډان راولاړول۔ ده د يو تحقيق حواله وركولو سره ووئيل كه د پلاسټك بيګز د استعمال د زياتوالي رحجان داسې باتې ؤ نو تر 2050 به سمندرونو كښې د اوبو ځناورو څخه زيات پلاسټك بيګز وجود لري۔ ملك امېن اسلم ووئيل 1992 نه پس د 15 فيصده اضافې سره هېواد كښې هر كال 55 اربه پلاسټك بيګز جوړيږي
پاکستان ماحول د پلاسټك خيرنوالي څخه پاكولو لپاره په چمتو هېوادونو كښې شامل شوے،د موسمي بدلون خاص مرتسيال ملك امېن اسلم
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کی حکمت عملی