اسلام آباد 11جنوری (اے پی پی) د اطلاعات او خپرونو وفا??ي سېكرترې شاهيره شاهد د 2024ء انتخابات په اړه د اولس خبرتيا په حاجت زور راوړلو سره وئيلي دي هېواد كښې انتخابات كېدونكې دي، وګړو ته دې د هېواد حالات?? په اړه معلومات وركړے شي۔ دې دا خبره د پریس انفارمېشن ډیپارټمنټ تر سيورې لاندې ځائې هوټل كښې په ” الېكشن 2024 كښې د سياسي ګوندونو د اقتصادي اصلاحات اجنډا” په سرخط غونډې ته د وینا په مهال کړې۔د اطلاعات وفا??ي سېكرټري ووئيل پریس انفارمېشن ډیپارټمنټ عمر له هڅي كوي چې داسې يو پلېټ فارم جوړ كړے شي چې د هېواد په سباؤن خبرې وكړې شي ۔ دې ووئيل د ټاک??و په اړه هر څوك بايد په دې خبر شي چې راتلونکے حکومت به څه ډول ستونزو او چيلنجونو سره مخ وي ا?? په هغو به په څه ډول قابو مونلے شي ۔ دې ووئيل مونږ د نېشنل براډ كاسټرز او اليکټرانك ميډيا سپیکټرم لرو چې هلته د هېواد په ستونزو او چيلنجونو تفصيلي خبرې اترې کېدې شي۔د اطلاعات وفا??ي سېكرټري ووئيل ميډيا د اطلاعات په وركولو ك??ې مهم كردار لوبوي۔د نن سيمنار مقصد دا ؤ چې د ټاك??و په اړه د هواد مسئلې رامخې ته كړې شي ۔ دې ووئيل د سيمنار كول د پریس انفارمېشن ډیپارټمنټ يوه ښه هڅه ده۔
هېواد كښې انتخابات كېدونكې دي، د هېواد حالاتو په اړه اولس ته معلومات ورکولو ته ضرورت دے ۔ د اطلاعات او خپرونو وفاقي سيکرټري شاهيره شاهد سيمنار ته وينا
Fortune Journey Official Entertainment Portal
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے طریقے