Official entertainment link of the legend about people
اسلام آباد 01 مارچ (اے پي پي) الیکشن کمېشن د صدارتی انتخاب شیډول جاری کړې دے ،پولنګ به پ?? 9 مارچ کېږي۔د جمعې په ورځ د الیکشن کمېشن د اړخه جاری شوې شیډول له مخې كانديدان به به د نامزدګۍ ک??غذونه تر 2 مارچ د ورځې 12 بجے جمع کوي۔ریټرننګ آفیسرانو د اړخه د هغوې جانچ پړتال به پ?? 4 مارچ تر 10 بجے كېږي۔كانديدانو د اړخه د نامزدګۍ ک??غذونه به تر 5 مارچ 12 بجے بيرته اخستلې كيدې شي۔په دغه ورځ به د كانديدانو حتمی فهرست جاری کولې شي۔ پولنګ به پ?? 9 مارچ د ورځې 10 بجو نه تر مازيګر 4 بجے كېږي۔دې لپاره به 5 پولنګ سټېشني جوړولې شي۔څلورو واړو صوبائی اسمبلیو ودانو كښې جوړې پولنګ سټیشنو كښې به د صوبائی اسمبلیو غړي خپل ووت كاسټ كوي۔د قامی اسمبلۍ او سېنېټ غړو لپاره به پارلیمنټ هاؤس د پولنګ سټی??ن په توګه استعمالولې شي۔
مضمون کا ماخذ : جنگل کی روح: جنگلی کی کال