اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) قامي اسمبلۍ كښې د پخواني وزیراعظم ذوالف??ار علي بھټو مقدمې په حقله د سپريم كورټ اوسنۍ فیصلې په اړه يو قرارداد منظور كړے شو ۔ د شورو په ورځ په دې اړه د پي پي پي غړې ډاکټر شازیه مري غونډه كښې د قرار داد وړاندې كولو اجازت اوغوښت، په ا??ازت تر لاسه كېدو هغې قرارداد وړاندې كړ?? ۔ د قرارداد په متن كښې وئېلي شوي چې دا ایوان د دې خبرې تائید كوي چې د پخواني وزیراعظم شهید ذوالف??ار علی بھټو ټرائل او د هغې په نتیجه كښې وركړې كېدونكې سزا د انصاف قتل ؤ ، دا ایوان بیګم نصرت بھټو، شهیدې محترمه بے نظیربھټو او د پي پي پي د كاركنانو په قربانیو او هلو ځلو هغوي ته پېرزوئنې وړاندې كوي چا چې د دې حقیقت ورمنلو لپاره د ??پل?? ځانونو قربانۍ وركړې۔ دا ایوان د صدر آصف علي زرداري د هغه عزم ستائنه كوي د كوم تر مخه چې د ذوالف??ار علی بھټو کیس پرانستلو لپاره صدارتي ریفرنس سپریم کورټ كښې جمع کړے شوے ؤ ۔ قرارداد كښې د عدالت لخوا د شهید ذوالفقارعلي بھټو په مقدمه كښې د شوو بې انصافیو په ګوته كولو هم ستائنه شوې۔ قرارداد كښې د عدالتي احکاماتو په رڼا كښې د بھټو قتل کیس فیصله د بېرته ا??ستو ، ذوالف??ار علي بھټو يو قامي جمهوري اتل ګرځولو او د نشان ذوالف??ار ایوارډ اجراء کولو غوښتنه شوې كوم به چې د جمهوریت لپاره كار كوونكو کارکنانوله ته وركول?? شي ۔ دغسې غونډې دا قراردار په يوه خله منظور وركړې ۔
د قامي اسمبلۍ غونډه ، د ذوالفقار علي بھټو مقدمې په حقله د سپريم كورټ اوسنۍ پرېكړې په اړه قرارداد منظور كړے شو
Diao Chan's Beauty Trap official entertainment portal
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نمبر