اسل??م آباد۔18مئی(اے پی پی) د پاكستان حك??مت په جمهوريه كرغزستان كښې فسادات نظر كښې نيولو سره د پاكستاني وګړو خونديتوب او سلامتيا باوري كولو له كرغز حك??مت سره په تماس كښې دے۔ کرغز چارواكو تېره شپه په بشكيك كښې د پاكستان??ان?? په شمول د بهرنيو وګړو په ضد د تشدد په پیښو د افسوس څرګندونه كړې ده او پلټنې كولو سره يۍ په ??ې كښې ككړو ته د سزا وركولو لوظ هم كړے دے۔ د خارجه دفتر وياندې لخوا د خالي په ورځ د جاري شوي بيان له مخې ??اک??تانۍ سفارت خانې بېړني هېلپ لائنز پرانستلې دي او د زده كوؤنكو او د دوئي د كورنيو د پوښتنو ځوابونه يۍ وركړې دي۔ بلخوا په جمهوریه کرغزستان كښې د پاكستان سفير حسن علی ضیغم اعلیٰ کرغز چارواكو سره په تماس كښې دے۔ د كرغزستان د روغتيا وزارت له مخې څلور پاكستاني وګړي ابتدائي طبي مرستې څخه وروستو فارغ كړې شوي دي او د يو پاكستاني درملنې لا روانې دي۔ ډي جي (ای سی او اور سی اے آرز) اعزاز خان د کرغز سفارت خانې ناظم الامور میلس مولدالیف خارجه دفتر ته رابللو سره هغه ته احتجاجی مراسله وركړه او هغه يۍ په كرغز كښې د زده كړو ترلاسه كوؤنكو په ضد تېره شپه په رامخې ته شويو پېښو د پاكستاني حك??مت د ژورې خوشينۍ څخه خبر كړو۔ د کرغزستان ناظم الامور ووئيل چې كرغز حك??مت له به د پاكستاني زده كوؤنكو او په كرغز جمهوريه كښې د مېشته وګړو تحفظ باوري كولو له ټول ممكنه ګامونه پورته كول وي۔ په بيان كښې وئيلې شوي دي چې د پاكستان حك??مت په ګرده نړۍ كښې د خپلو وګړو تحفظ او سلامتيا معامله ډېره جدي اخلي او مونږ به د خپلو وګړو خېر ښېګړه باوري كولو له ټول ضروري ګامونه پورته كوؤ۔ نائب وزیراعظم او خارجه وزير اسحاق ډار د خارجه دفتر په صورتحال نظر لرلو او د پاكستاني وګړو بشپړه مرسته او دوئي ته د آسانيو وركولو هدايت كړے دے۔(MWA/MWA/1848)
د پاكستاني وګړو خونديتوب باوري كولو له كرغز حكومت سره په تماس كښې يؤ٬ خارجه دفتر
Dog House Entertainment Official Website
مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر