اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي هېواد كښې ??رمایه كارۍ زياتولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي،حکومت سوداګرو او سرمایه کارو له کاروبار دوست ماحول وركولو له هر ممكن اقدامات كوي دغسې وزیراعظم د وفاقي وزارتونو د كار استعداد او سرمایه کارۍ زياتولو له د سټیئرنګ کمېټۍ جوړولو سپارښتنه كړې د كومي مشري به چې وزيراعظم پخپله كوي۔د وزیراعظم آفس میډیا ونګ د اړخه جا??ي شوي بيان له مخې په پاکستان كښې ??رمایه کاری زياتولو او د حکومتی ادارو د كار استعداد ښه كولو په اړه د وزیراعظم محمد شهباز شریف په مشرۍ كښې مهمه غونډه وشوه۔غونډې ته ووئيل شول د پبلك پرائیویټ پارټنرشپ اتھارټي د اړخه د وفاقي وزارتونو استعداد زياتولو او د سرمايه كارۍ زياتولو په اړه د پوهانو خذمات ترلاسه كولو لپاره د کنسلټنسي فرم کئیارنی (Kearney) خذمات ترلاسه كړې شوي،کئیارنی يو نړيوال شهرت لرونكې فرم دے كوم چې په نړۍ او په خاص توګه مينځني ختيز كښې ??پریشنز لري۔وزیراعظم ووئ??ل هېواد كښې ??رمایه کاري زياتولو ته حكومت پام لرنه كوي،حکومت سوداګرو او سرمایه كارو له کاروبار دوست ماحول وركولو له هر ممکن اقدامات كوي۔په دې مهال وزیراعظم د سرمایه كارۍ او حکومت د كار استعداد ښه كولو له داسې منصوبې د كومو چې په دې اړه زر د نتيجو رامخې ته كيدو امکانات وي لپاره په سمدستي توګه د كوټلو ګامونو پورته كولو سپارښتنه وكړه۔وزیراعظم د وفاقی وزارتونو د كار استعداد او سرمایه کارۍ زياتولو پیشرفت په اړه د اسټیئرنګ کمېټۍ جوړولو سپارښتنه هم وكړه د كومي مشري به وزیراعظم پخپله كوي۔کئیارنی د اړخه وزیراعظم ته د پاكستان حکومت سره د خپل مشاورتی عمل تګلارې په اړه بریفنګ كښې ووئيل کشول ئیارنی تر اوسه د وفاقي حکومت 15 ادارو سره مشاورت کړے،په دې مشاورتی عمل كښې 97 ترجیحی منصوبې په ګوته كړې شوي۔ بریفنګ كښې ووئيل شول کئیارنی به د حکومت پاکستان سره مشاورت كښې كوټلې پرمختګ لپاره د منصوبه بندۍ تګلاره جوړوي،دغسې کئیارنی د سرکاري ادارو ریګولیټری فرېم ورك ښه كولو او سرمایه کار راغب کولو او د ریاستې ملکیتي ادارو نجکارۍ په اړه به د حکومت معاونت كوي۔په غونډه كښې ?? اقتصادی چارو وفاقی وزیر ا??د خان چیمه،د خزاني وفاقی وزیر محمد اورنګزیب،د منصوبه بندۍ وفاقی وزیر احسن اقبال، وزیر مملکت علی پرویز ملك ، د پلاننګ کمېشن ډپټي چیئرمېن جهانزیب خان ،د وزیراعظم کوآرډینېټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلیٰ سرکاری افسرانو ګډون و??ړو??
هېواد كښې سرمایه كارۍ زياتولو ته حكومت خاص پام لرنه كوي،حکومت کاروبار دوست ماحول وركولو له هر ممكن اقدامات كوي۔وزیراعظم شهباز شریف
Green Pepper Entertainment Reliable APP
مضمون کا ماخذ : لکی لیڈیز چارم