اسلام آباد 13 اګست (اے پي پي) د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهره بلوچ وئيلي دې پاکستان په ??ند كښې د تابکارې موادو په غلا او د دغې په غېر قانوني خرڅون او ب??ا بيا د پېښو په رامخې ته كېدو راپورونو سخته اندېښنه څرګنده كړې ده۔ په ??ند كښې د تابکارۍ موادو سره د يو ګېنګ په نيولو د پاكستان په غبرګون په اړه د پوښې په ځواب د خارجه دفتر وياندې د نهې په ورځ خپل بيان كښې ووئيل په تازه پېښه كښې يوه ډېره تابکاره او زهريلا ماده “کيليفورنيم” په غېر قانوني توګه د يوې ډلې په قبضه كښې موندلې شوې چې ماليت ئې سل ملين ډالره دے، په كال 2021 كښې د کيليفورنيم د غلا درې پېښې هم رپورټ شوې وې، تېره مياشت پنځه كسان د بھابھا اټامک ريسرچ سينټر (بي اے آر سي) څخه د غلا شوې تابکاره ډيوائس سره په دهرادون كښې نيولې شوي وو۔ وياندې ووئيل بيا بيا رامخې ته كېدونكې پېښې د نوي ډيلي لخوا د اتومي او نورو تابکاره موادو حفاظت لپاره په پورته كړ اقداماتو سواليه نشان دي۔ دې ووئيل دا پېښې په ??ند كښې د ??سا?? او ډبل استعمالېدونكو موادو بېلك ماركيټ هم په ګوته كوي، نړيواله ورورولي د ??ند چارواكو څخه د دې خبرې په سنجيدګۍ سره د استفسار خواهش لري چې د کيليفورنيم غوندې خرڅ شوې تابکاره ماخذ (اېس آر اېس) مواد څنګه نيولے شوو كسانو سره په قبضه كښې وٶ۔ وياندې ووئيل په ??ند كښې دا ډول د ??سا?? موادو غلطو لاسونو ته تلل خطرناك معمول دے۔ دې ووئيل پاكستان د دا ډول پېښو د بشپړه تحقيقات او د دې پېښو مخنيوي لپاره د مناسب اقداماتو د مطالبې پخلے كوي۔
پاکستان په هند كښې د تابکارۍ موادو په غلا او د غېر قانوني خرڅون په راپورونو سخته اندیښنه ښكاره كړه ۔ د خارجه دفتر ويانده
PG software credibility entertainment APP
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز کی جیت