اسلام آباد 07 نومبر(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګور??ر فيصل كريم كنډي او د اطلاعات٬خپرونو٬قومي ورثه او كلتور وف??قي وزير عطاﺀالله تارړ ترمينځه د زيارت په ورځ مهم ملاقات شوے۔دواړو لارښودو ترمينځه په صوبه كښې د امن او امان په وضعه او د صوبائي حكومت چارو ته د پام لرنې نه كولو بشمول معاشي پرمختګ لپاره د وف??قي حكومت په اقدامات٬ د ځوانانو په ګتورو هلو ځلو كښې په مشغولتيا او صوبه كښې د دانش سكول جوړولو په بابله په تفصيلي توګه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخواكښې د امنيت په موجوده صورتحال٬په دې ګښې د ښه والي په اقدامات هم خبرې وشوې ۔دواړو لارښودو په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان په ناوړه صورتحال د تشويش څرګندونه وكړه ۔د خېبرپښتونخوا ګورنر او د اطلاعات وف??قي وزير په صوبه كښې د امن او امان بحالۍ لپاره په شريكو هڅو زور راوړو۔د خېبرپښتونخوا ګور??ر فيصل كريم كڼډي په دې موقع ووئېل په خېبرپښتونخوا كښې ځوانان د اړي ګړي سياست نه لرې ساتلو او مثبت هلو ځلو پلو راغب كولو لپاره به اقدامات پورته كولې شي۔د اطلاعات او خپرونو وف??قي وزير عطاﺀ الله تارړ ووئېل وف??قي حكومت په خېبرپښتونخوا كښې د امنيت په اړه هر ممكنه مرستې وركولو لپاره چمتو دے۔د اطلاعات وف??قي وزير ووئيل وف??قي حكومت په صوبه كښې د دانش سكول جوړولو او معياري تعليم ودې په اړه اقدامات كوي٬په خېبرپښتونخوا كښې د امن او امان بحالۍ ته وف??ق پام لرنه كوي ٬د خېبرپښتونخوا خلق زمونږ وروڼه دي٬د هغوي خېرښېګړې ته وف??ق وړومبې پام لرنه كوي ٬ ده ووئېل د خېبرپښںتونخوا اولس به د خپل حق څخه محروم نه كړے شي٬په صوبه كښې به د كلتور هلو ځلو ته وده وركولې شي۔په ملاقات كښې په ډېره اسماعيل خان كښې ميډيا حب جوړولو او د نورو آسانيو په وركولو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خېبرپښتونخوا ګورنر د اطلاعات او خپرونو وزارت او د دې ماتحت ادارو كښې جدت او مثبت بدلونونه خوشبينه وګرځول۔په ملاقات كښې په خېبرپښتونخوا كښې د تعليمي او كلتور هلو ځلو ودې په اړه په بېلو وړاندېزونو هم بحث وشو۔
د خېبرپښتونخوا ګورنر فصيل كريم كنډي او د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀالله ملاقات٬په صوبه كښې د امن په وضعه او د دانش سكول جوړولو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه
कैशेनिउ इंटीग्रिटी एंटरटेनमेंट एपीपी
مضمون کا ماخذ : ہاٹ اسپن