اسلام آباد27جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وزير رانا ثناء الله خان وئيلي دي داخله وزارت په پنجاب كښې ګورنر راج لګولو لپاره ?? سمري جوړولو عمل پېل كړے٬ د عدالتي پرېكړې نه پس خبرې او په پنجاب كښې په تګ د بندېز لګولو خبرې د ګورنر راج لګولو لپاره ?? جواز په توګه كافي دي٬ د عدالت عظمي د اختياراتو د كمي خبرې نه كوٶ٬ په ازخود نوټس او بېنچ جوړولو كښې نور ججان هم په مشاورتي عمل ك??ې د شاملولو چارې رېګولېټ كول پكار دي، دې سره ??ه د عدليه تکريم او عزت لا زيات شي٬ كه بيا لپاره ??مران خان وسله والې ډلې سره په اسلام آباد٬ پنجاب يا په خېبرپښتونخوا د راختلو هڅه وكړه نو هم هلته به ايسارولې شي،نواز شريف به ډېر زر هېواد ته راستون شي او د راتلونكو ټولټاكنو د كمپائن به مشري كوي، د عدم اعتماد تحريك نه پس ن ليګ پرېكړه كړې وه چې الېكشن كوٶ٬ د اتحاديانو او محب وطن خلقو د مشورې نه پس شهباز شريف ذمه واري پغاره ??خستې وه۔ د شورو په ورځ پوليس لائن اسلام آباد ك??ې د دستورې نه پس خبريالانو سره په خبرو ك??ې داخله وزير ووئيل تېره ورځ د عدالت عظمېد پرېكړې نه پس چې كومې خبرې شوې د يو وكيل په حېث ډېر غمژن يم ٬ د خفګان خبره ??ه چې دا ډول خبرې كېږي٬ د بنچ فکسنګ خبرې او د يو سينئر جج د خط مندرجات ډېر د افسوس وړ دي٬ ده ووئېل دا لمحه فكريه ده چې مونږ په كوم لور روان يو، په معزز او معتبره ??دارو ك??ې دا ډول فضا پكار نه ده۔ ده ووئيل عدالت عظمي وړٶمبې د پارټۍ ليډر په اړه پرېكره ??وروي او بيا د پارلماني ليډر په اړه پرېكړه راځي، د وكيل په توګه وينم چې په دې پرېكړو كښې زياته پائيداري نشته، د عدالت عظمي د تېرې ورځې د پرېكړې د روح له مخې د قامي اسمب??ۍ 25 غړي بحال شوي٬ ده ووئېل دا ډول پرېكړو سره پېچلتيا زياتېږي٬ سياسي عدم استحكام سره معاشي عدم استحكام راپېدا كېږي٬ چې ورسره ډالر په بره ??ېژي٬ مونږ خپلې خبرې محدود كوٶ دغسې چې د عداليه احترام باوري وي۔ ده ووئيل آزاد٬ غير متنازعه، باعزت او غير جانبداره ??دليه د هېواد بنيادي ضرورت دے د كومې نه غېر چې ټولنه مخ په وړاندې نشي تللې۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده داخله وزير رانا ثناء الله ووئيل د علماء يو پلاوي د كابل دوره كړې او ټي ټي پي سره ?? خبرو اترو اطلاع ده، دا دوره ?? علماﺀ كرامو په ذاتي حېثيت دوره ??ه،ده ووئېل هره ھغه هڅه چې ورسره ??من باوري كېږي مونږ ئې ملاتړ كوٶ۔د پيپلز پارټۍ لخوا د عدالت عظمي د اختياراتو تجويز په اړه د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د ججانو د اختياراتو د كمي خبره نه ده شوې او نه څه داسې تجويز وركړے شوے٬ چې د بهر نه لاس وهنه وي٬ په ازخود نوټس او بېنچ جوړولو كښې نور ججز هم په مشاورتي عمل ك??ې د شاملولو چارې رېګولېټ كول پكار دي٬ دې سره ??ه د عدالت عزت كښې اضاف?? وشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د وفاقي حكومت مهم كردار وي ٬ په سندھ او بلوچستان كښې هم اتحادي حكومتونه او په صوبو كښې هم وفاقي ادارې كار كوي٬ داسې خبرې كوٶنكي شعور نه لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه بيا لپاره ??مران خان وسله والې ډلې سره په اسلام آباد٬ پنجاب يا په خېبرپښتونخوا د راختلو هڅه وكړه نو هم هلته به ايسارولې شي۔ ده ووئيل په آئين كښې بدلون كول د پارلمان اختيار دے٬ د دې به دفاع هم كوٶ او يوي ادارې ته به په دې ك??ې د بدلون كولو اختيار نه وركوٶ
داخله وزارت په پنجاب كښې ګورنر راج لګولو لپاره د سمري جوړولو عمل پېل كړے۔ وفاقي وزير رانا ثناء الله
Fast Auto Roulette Integrity Website
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کا جیک پاٹ