اسلام آباد 30 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف وئيلي دي چې پاكستان متحده عر?? امارات سره د شريكو مفادو په ټولو څانګو كښې خپلې اړيكې د لا قوي كولو عزم لري، متحده عر?? امارات مېنځني ختيز كښې د پاكستان لوے تجارتي همكار او د سرمايه كارۍ لويه ذريعه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د متحده عر?? امارات سفیر حماد عبېد ابراهیم سالم الزابي سره په خبرو كښې كړې چا چې د جمعې په ورځ دوي سره ملاقات وكړو۔ وزیراعظم متحده عر?? امارات سره د پاكستان د ورورولۍ اړيكو د اهميت ذكر كولو سره د يو اے اي ورور اولس پرمختګ او سوكالۍ لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع وزیراعظم ګرد هېواد كښې د سېلاب له امله په شوې تباهۍ او د سنګين صورتحال مخنيوي لپاره د حكومت په اقداماتو رڼا واچوله۔ په د?? لړ كښې وزیراعظم د متحده عر?? امارات لخوا د سېلاب ځپليو مرستې لپاره په شوې مرسته او په د?? لړ كښې په فضائی راهدارۍ جوړولو د تشكر څرګندونه وكړه۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تېرو پنځو لسيزو راهسې د رورولۍ نزدې اړيكې دي كومې چې په شريكو اقدارو او كلتور اډانه دي
وزیراعظم محمد شهباز شریف سره د متحده عرب امارات سفیر وليدل
Blackjack Premium VIP Online Site
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹرائزڈ لاٹری