اسلام ??باد01 نومبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف وئېلي دي موسمي بدلون د انسانيت وجود لپاره لوي خطر دے ٬د دې چېلنج مخ نيوے او انسانيت د موسمي بدلون ناوړه اثراتو څخه محفوظ ساتلو لپاره په نړيواله كچه مرستې ته اړتيا ده۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د اېشيا پيسيفك ډيپارټمنټ مشر مائيكرو ګنټر ملاقات په مهال كړې۔پ??رل??ماني آؤټ ريچ اهميت په اړه سپيكر ووئيل د پ??رل??ماني آؤټ رېچ پروګرام ??فاديت په خاص توګه د قامي اسمبلۍ پاك چائنا اكنامك كورېډور خص??صي پ??رل??ماني كمېټۍ سره د اېف اي اېس مرسته ستائېلې۔ده ووئيل په دې مقدس اداره د اولس باور زياتولو لپاره پ??رل??ماني رسنې ته اړتيا ده۔ده د پاك المان اړيكو ذكر كولو سره ووئيل دواړه هېوادونه يوبل سره ښې اړيكې لري۔پاكستان كښې د سېلاب له امله په شوې تباهۍ په خپلو خبرو كښې سپيكر ووئيل پاكستان كښې د موسمي بدلون په وجه د سېلاب په نتيجه كښې هېواد ته لوي زيان رسېدلے ۔ده په نورو پرمختګ كوونكو هېوادونو كښې د موسمي بدلون مخ نيوي لپاره د راوړاندې كېدو ??ه حاجت زور راوړو۔د اېشيا پيسيفك مشر د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پاكستان په پ??رل??مان كښې د اېف اي اېس بېلو پروګرامونو او په خاص توګه قامي اسمبلۍ كښې د مېرمنو پ??رل??ماني كاكس كښې د جينډر ريجټنګ اوسني پروګرام په اړه خبر كړو۔د اېشيا پيسفيك مشر د قامي اسمبلۍ سپيكر ته د شهيدې بېنظيربهټو د المان سوشل ډيمو كريټك ګوند ليډر شپ سره يادګاري عكس هم وړاندې كړو۔د قامي اسمبلۍ سپيكر د قامي اسمبلۍ په سېك??ټر??ټ كښې دا يادګاري عكس په سپيكر هاؤس كښې د لګولو سپارښتنه وكړه۔
د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف سره د اېشيا پيسيفك ډيپارټمنټ مشر مائيكرو ګنټر ملاقات
Andal Bahar Online Entertainment
مضمون کا ماخذ : راکی