لاہور۔24مارچ(اے پی پی) وزیراعظم شهباز شریف په لاهور او قصور كښې د وېړيا اوړو وېش بېلو ځايونو ناڅا??ي دوره وكړه او اړوندو ??ارواكو ته يۍ هدايت وكړو چې په ر??ضا?? المبارك كښې د اوړو د وېش په مهال دې كوم هم وګړي ته كوم تكليف ورنكړے شي٬ د مشرانو ٬ معذور او رنځورانو دې په خاص توګه خيال وستالې شي۔ د جمعې په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم مېرمنو ٬ سړو او عامو وګړو څخه د وېړيا اوړو په ترلاسه كولو كښې د ستونزو په اړه پوښتنې وكړې۔ وزیراعظم د وګړو د رايو په رڼا كښې اړوندو ??ارواكو ته د اقداماتو ??ولو هدايت وكړو۔ وزیراعظم د وګړو د انتظارګاه هم دوره وكړه او دغلته يۍ د انتظاماتو جاج واخست۔ وزيراعظم په دې موقعه ووئيل چې كومې زنانه خپلو كوچنيانو سره راغلې وي د هغوي دې هم خاص خيال وساتلې شي۔ ده ووئيل دا د خېر كار دې سركاري ډيوټي نه بلكې خدائي ډيوټي دې وګڼلې شي۔ ده ووئيل په ر??ضا?? المبارك كښې د مخلوق خذمت كولو سره بايد د پاك پروردګار د راضي كولو هڅه وكړې شي۔ وزيراعظم په دې مهال ماشومانو سره خبرې اترې هم وكړې۔ وزيراعظم وګړو ته په خپل لاس د اوړو تھېلۍ وركړې۔ وزيراعظم په غوره انتظاماتو ??ولو فوډ سېكرټري ، چیف سېکرټری پنجاب او ډپټی کمشنرز ته شاباسې وركړو او د انتظاميې او عملې د كاركردګۍ يۍ ستائنه وكړه۔
په رمضان المبارك كښې دې كوم وګړي ته تكليف ورنكړے شي٬ د وزيراعظم د ويړيا اوړو ويش ځايونو ناڅاپي دوره
Legendary Monkey King APP game download
مضمون کا ماخذ : سانتا کا سرپرائز