اسلام آباد۔4فروری (اے پی پی) د كشمير شخړې يو مهم فريق په حېث پاكستان له اولنۍ ورځې څخه د جموں وكشمير د اولس د سياسي هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې حل كولو له خپل سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے دے۔ د هندي ضد ٬ اعتراضونو او د ټولو ستونزو باوجود پاكستان د كشمير په اړه پخپل اصولي دريځ ټينګ ولار پاتې شوې دې۔ د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد جموں وكشمير وپاكستان کنوینر محمود احمد ساغر، عمومي سكېتر عبد المتين او د اطلاعاتو سېكتر امتیاز وانی د كشمير يو والي ورځې په موقعه خپل يو بيان كښې ووئيل د جموں وكشمير اولس د خپلواكۍ حق بحالولو له د پاكستان قربانۍ او هڅې د هېرولو نه دي۔ د كشمير شخړې يو مهم فريق په حېث پاكستان له اولنۍ ورځې څخه د جموں وكشمير د اولس د سياسي هيلو او د ملګرو ملتونو د اړوندو قراردادونو له مخې حل كولو له خپل سياسي ٬ سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلے دے او په ټولو فورمونو يۍ د كشمير كاز وكالت او ملاتړ كړے دے او هيله لرو چې سباؤن كښې به په ټولو محاذونو دا وكالت او حمايت يو په دوه كړې شي۔ ده كشميري اولس سره د يووالي په څرګندونه كولو د پاكستاني اولس ٬ حكومت ٬ اپوزيشن او سياسي او سماجي تنظيمونو مننه وكړه۔
د كشميري اولس د خپلواكۍ حق بحالولو له د پاكستان قربانۍ او هڅې د هېرولو نه دي٬ حريت كنفرنس
مضمون کا ماخذ : سپر اسپنر