اسلام آباد۔8 اګست(اے پی پی) پاکستان اكادمي ادبيات به د اګست په 14 مه نېټه د آزادۍ ورځې دستورو په لړ كښې ملي آزادي مشاعره كوي۔ د پاكستان اكادمي ادبيات چيئرمېن پروفېسر ډاكټر يوسف خشك د اتوار په ورځ اے پي پي ته ووئيل چې اكېډمۍ د آزادۍ دستورو په لړ كښې د بېلو پروګرامونو كولو منصوبه جوړه كړې ده۔ هغه ووئيل مشاعره كښې ګډون كولو له به نوموړو شاعرانو او سكالرانو ته بلنه وركولې شي۔ ډاكټر يوسف خشك ووئيل د پاكستان په جوړيدو كښې ادبي شخصياتو مهم كردار ترسره كړے دے۔ هغه ووئيل پاكستان اكادمي ادبيات به د آزادۍ دستوره په هېډكوارټرز اسلام آباد كښې او ټولو سيمه ايزو دفترونو كښې بېلا بېل پروګرامونه كوي۔ هغه ووئيل دې دستورو كښې به ګرد هېواد څخه اديبان ٬ شاعران او اسكالران كښې ګډون كوي۔
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری آن لائن