اسلام آباد 07 جون (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد د ګهوټكي سره نزدې د ملت ايكسپرېس او سرسيد ايكسپرس ترمينځه په ټكر د غم دړد څرګندونه كړی چې پكښې ګڼ مسافر په حق رسېدلې او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې كړې۔ده ووئيل په پېښه كښې په قيمتي ځاني زيان ډېر خفه شوے يم٬لوي څښتن دې پھ حق رسېدلو كسانو له د خپل رحم په پلو كښې ځاے او غم جنو كورنيو له د زغم او ژوبل شوو له زر صحت وركړي۔ده باور وركړو چې د مرستې په كاروائيو كښې به هر ډول مرسته كولې شي ۔ده ووئيل د پاك پوځ ځوانان او د پاكستان رينجرز سندھ نفري د سول انتظامې مرستې لپاره په سمدستي توګه د پېښې ځاې ته رسېدلې ۔ژوبل شوو ته نزدې روغتونونو كښې د معالجې آسانۍ وركولې كېږي۔وفاقي وزير ووئيل دا وخت د سياست نه دے٬د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ له مخې اېم اېل ون منصوبه د رېلوے په پېښو قابو د موندلو يوازنۍ لار ده۔د رېلوے پیښې كمولو لپاره اېم اېل ون پروژه ډېره ضروري ده۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان په ايماندارۍ سره كار كوي او د اولس د مسائلو حل كولو عزم لري۔حكومت به د سي پېك له مخې په اېم اېل ون په ترجيحي بنيادونو كار پیل كړي
د داخله چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد د رېل ګاډو په ټكر كېدو د افسوس څرګندونه وكړه
مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ لائیو