اسلام آباد۔11اپرېل(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ??ئيلي دي چې پخواني حکومت د خبريالانو د حقونو تحفظ سره اړوند اختيار د بشري حقونو وزارت ته وركړے وو كوم چې مونږ د كابينې او پارليمان منظورۍ سره بېرته د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ته وركړو٬ مونږ د كوم هم خبريال په ضد د پيكا قانون لاندې مقدمې نه دي جوړې كړې۔ دې د نهې په ورځ د اطلاعاتو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ غونډه كښې د خيالاتو څرګندونه كوله۔ په ټي وي هېډكوارټر كښې د شوې غونډې مشري د كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد كوله۔ په دې مهال د صحافت آزادۍ په معامله بشپړ بحث وكړے شو۔ د سېنېټر فېصل جاوېد لخوا د ميډيا په ضد د مقدماتو او انتقامي كارروايۍ پ?? شكايت سېنېټر عرفان صديقي او سېنېټر وقار مهدي وړاندېز وركړو چې ميډيا مالكان راغوښتلو سره دې په پخواني او اوسني دور كښې د صحافت د آزادۍ موازنه وكړې شي چې په كوم دور كښې څه وشو۔ میر شکیل الرحمن او نور ميډيا پرنسز دې هم راوبللې شي ٬ دوئي نه دې پوښتنه وكړې شي چې په تېرو 4 كلونو كښې څه وشو۔ د كمېټۍ چيئرمېن فېصل جاوید د پېم??ا چيئرمېن څخه غوښتنه وكړه چې په ټولو چېنلو دې د عمران خان د تقريرونو نشر كولو باور راكړے شي۔ د كمېټۍ غړو په دې په زوره زوره خندلو سره ووئيل پرائيوېټ ميډيا ته د پېم??ا چيئرمېن څنګه وئيلې شي۔ فاقی وزیرې مريم اورنګزېب ??وئيل په يو ??ال كښې كوم چېنل بند نه شو او نه كوم پروګرام۔ په يو ??ال كښې د چا د پوځې هډوكې مات نه كړې شو او نه پوختۍ۔ د كمېټۍ چيئرمېن فېصل جاوېد ووئيل ميډيا سره زياتې روان دے ٬ چېنلې بندولې شي۔ په دې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې پوښتنه وكړه كوم چېنل بند شوے دے؟ په دې فېصل جواب لاجوابه شو۔ وفاقي وزيرې پوښتنه وكړه په نواز شريف بندېز چا لګولے وو؟ عرفان صدیقی د نيمې شپې چا ګرفتار كړے وو؟ دې ووئيل مونږ د ميډيا په آزادۍ يوازې باور نه لرؤ بلكې په دې عمل هم كوؤ۔ سېنېټر سيد وقار مهدي ووئيل د رېډيو ??اكستان ملازمينو كونډو ته د پنشن تر 20 م رمضان د ادا كولو وئيلې شوي وو په دې د رېډيو ??اكستان ډي جي طاهر حسن ووئيل د رقم بندوبست شوے دے٬ د پینشنرز كونډو ته به سبا رقوم وركړے شي۔ وفاقي وزيرې ووئيل تېر حكومت د رېډیو پاکستان د پرائیوېټ بزنس عمل پېل كړے وو٬ منصوبه يوازې په كاغذونو كښې وه٬ عملي كار نه دے شوے۔ مونږ د رېډیو بزنس پلان تیاری پېل كړه۔ ډی جی رېډیو يو ??لان تيار كړے لا وزارت ته په باضابطه توګه نه دے وړاندے كړے شوے۔ رېډيو ??اكستان ته د زمكې خرڅولو يا پرائيوېټ څانګې ته د وركولو اجازه نه ده وركړې شوې۔ دې ووئيل د رېډيو ??ه زمكه د سېنما جوړولو وړاندېز جاج اخستو مو وئيلې وو دغسې چې د رېډيو آمدن وشي۔ د پی ټی وی او رېډیو رپورټرز به اوس د پرائیوېټ میډیا په څير په فيلډ كښې په نظر راځي۔ دې ووئيل سټېټ آف دی آرټ پوډ کاسټ سټوډیوز رېډیو كښې تيار شوي دي۔ وفاقي وزيرې د مېديا غړو ته د رېډيو دورې كولو او د پوډ کاسټ سټوډیوز د معائنې كولو بلنه هم وركړه۔ د پېم??ا چیئرمېن سلیم بېګ ووئيل چې د لاهور هائيكورټ په پرېكړه بشپړه عمل شوے دے۔ د میډیا په اېډېټوریل ججمنټ مونږ اختيار نه لرؤ٬ د عمران خان د تقرير ښودلو يا نه ښودلو پرېكړه چېنلز په خپله كوي۔ پېمرا كوم بندېز نه دے لګولے۔
پخواني حکومت د خبريالانو حقونو سره اړوند اختيار د بشري حقونو وزارت ته وركړے وو ٬ مونږ دا بيرته د اطلاعاتو او خپرونو وزارت ته وركړو٬ د كوم خبريال په ضد مو د پيكا قانون لاندې مقدمې نه دي جوړې كړې٬ وفاقي وزيره مريم اورنګزيب
مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ