اسلام آباد 25 نومبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان نړيوالو كمپنو ته په پاكستان كښې د خپل كاروبار پېل كولو بلنه وركولو سره وئيلي دي چې پاكستاني ځوانان ډېر صلاحيتونه لري، د آئي ټي او ټېلي كام كمپنې دې د پاكستاني ځوانانو تربيې سره سره د ټېكنالوجې منتقلي هم وكړي. ده دا خبرې د ملټي نېشنل ټيلي كميونيكېشن سروسز كمپنې ﴿وي آن﴾ ګروپ چيف اېګزېكټو آفيسر كان ترزيوګلو سره په خپلو خبرو كښ وكٍړې كوم چې ده سره د زيارت په ورځ ملاقات وكړو. د وزيراعظم د دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ووئيل چې د پاكستان ځوانان د انفارمېشن ټېكنالوجې او ټيلي كام د نامتو نړيوالو كمپنو څخه ډېره استفاده كولې شي. پاكستاني ځوانان ډېر صلاحيتونه لري، په پاكستان كښې كاروبار كولو لپاره نړيوالو كمپنو ته هركلې وايو. وزيراعظم د ټېكنالوجې په منتقلې او د ځوانانو په تربيه زور راوړو. د وي آن سي اي او د بګ ډېټا سلوشنز په اړه د خپلې خوښې څرګندونه وكړه. د ملاقات په مهال د خزانې سلاكار شوكت فياض ترين، د پي ټي اے چيئرمېن مېجر جنرل ﴿ر﴾ عامر عظيم باجوه، د جاز سي اي او عامر ابراهيم هم موجود وو.
پاكستاني ځوانان ډېر صلاحيتونه لري، په پاكستان كښې كاروبار كولو لپاره نړيوالو كمپنو ته هركلې وايو. د وزيراعظم عمران خان د “وي آن ” ګروپ چيف اېګزېكټو سره په ملاقات كښې خبرې
مضمون کا ماخذ : عمومی کلیدی الفاظ