اسلام آباد 06 دسمبر (اے پي پي) پاکستان رياستي منصوبه بندۍ سره د بي جے پي آر اېس اېس د شرخوښو د لاسه د تاريخي بابري مسجد د ويجاړولو 29مې كليزې په موقع وئيلي چې دا ورځ په هند كښې مسلمانانو او د دوي د ورثې په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې اقليتونو سره د تعصب او كركې ياد تازه كوي٬ د ايودھيا د پېړو پخواني جومات چې كوم ظلم او جنون سره بې حرمتي شوې او ويجاړ كړې شوې ھغه د نړيوال ټولو اصولو منافي او د اقليتونو د مذهبي حقونو سنګينه خلاف ورزي ده٬ پاکستان هندي واكمنو څخه غوښتنه كوي چې ھغوي دې د بابري مسجد په ځائ د مندر غېر قانوني تعمير لاره نيولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي او بابري مسجد دې په خپل اصلي ځائ بيا جوړ كړي او په هند كښې دې د جوماتونو او اسلامي مقدس ځايونو تحفظ باوري كړي۔ د خارجه دفتر وياند د ګل په ورځ خپل بيان كښې ووئيل چې د بابري مسجد د ويجاړولو زړه خفه كوؤنكي مناظر نه يواځې د ګردې نړۍ د مسلمانانو په ذهنونو بلكې د نړيوالې ورورولۍ په اجتماعي ضمير كښې نن هم تازه دي٬ د كال 2019 په نومبر كښې د هندي سپريم كورټ تعصبي پرېكړې او د دې په نتيجه كښې د تورنو په خاص توګه د انتها پسندۍ مشري كوٶنكې د بي جے پي مشرانو بريت ٬ د هند د هندوتوا انتها خوښۍ پلو په تندۍ سره د پېشرفت ثبوت دے۔ وياند ووئيل پخواني چيف جسټس رنجن ګوګوئي چا چې د دې تعصبي پرېكړې اورٶنكې بېنچ مشري كړې وه، د خپل ريټائرمنټ په څلورو مياشتو كښې دننه د پارلمان د غړي نومولې كېدل٬ په ښكاره توګه د دې خبرې غمازي كوي چې د دې مقصد د بي جے پي- آر اېس اېس د هندووا انتها خوښۍ اېجنډا مخ په وړاندې بوتلل وو۔ وياند ووئيل 29 كاله وړاندې چې د مذهبي انتها خوښۍ كوم بنياد اېښودلې شوې ٶ ھغه نن په وحشت او بربريت كښې بدل شوې دې٬ 2002 كښې په ګجرات او فروري كال 2020 كښې په نوي ډيلي كښې مسلم مخالف فسادات ،عامې وژنې ، د امتيازي شهريت بدلون قانون او د نېشنل رجسټر آف سټيزن (اېن آر سي) مقصد مسلمانان د ووټ حق نه محرومول وو٬ په دې وروستيو كښې په آسام كښې په مسلمانانو وحشيانه بريدونه ٬ په تېريپوره كښې جوماتونو او د مسلمانانو املاك ته زيان رسول ٬ په ګړ كلي كښې د جمعې په لمونځ پرله پسې بندېزونه په هند كښې د زيات شوي عدم برداشت او د جنونيت واضح مثالونه دي۔ وياند ووئيل په هند كښې په اقليتونو په خاص توګه په مسلمانانو ظلم او جبر د افسوس وړ دې٬ پاکستان هندي واكمنو څخه غوښتنه كوي چې ھغوي دې د بابري مسجد په ځائ د درمسال د غېر قانوني تعمير لاره نيولو لپاره په سمدستي توګه اقدامات وكړي او بابري مسجد دې په خپل اصلي ځائ بيا جوړ كړي او په هند كښې دې د جوماتونو او اسلامي مقدس ځايونو تحفظ باوري كړي۔ پاکستان وئيلي دي چې نړيواله ورورولي٬ ملګري ملتونه او اړوند نړيوالې ادارې دې هم په هند زور رواړي ٬ ھغوي دې د نړيوال قوانينو له مخې د ملسمانانو د عبادت ځايونه د هندوتوا انتها خوښۍ څخه وساتي او د ټولو اقليتونو او د دوي د مقدس ځايونو موثره حفاظت باوري كولو لپاره دې د نړيوال قانون له مخې خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي
د تاريخي بابري مسجد د ويجاړولو ورځ په هند كښې د مسلمانانو او د دوي د ورثې په ضد په رياستي سرپرستۍ كښې اقليتونو سره د تعصب او كركې ياد تازه كوي۔ د خارجه دفتر وياند
مضمون کا ماخذ : jogos de loteria Nordeste