اسلام آباد۔6 مئی (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم ژوب كښې په اېف سي اهلكارو ترسره شوې بريد په سختو ټكو غندلو سره وئيلي دي شرخوښي او هېواد دښمنه عناصر به چرې هم خپل مقصد كښې كامياب نه شي۔ ټول قام د ترهګرۍ په ضد يو موټې دې۔ ترهګر د پرمختګ عمل اودرول غواړي او دې كښې به دوئي كامياب نه شي۔ د زيارت په ورځ د غندنې خپل بيان كښی د سېنېټ چيئرمېن پېښه كښې په شوي ځاني زيان د غم دړد او افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل غمجنيو كورنيو سره غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د منطقې امن او بقا لپاره د امنيتي ځواكونو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ هغه ووئيل د ترهګرۍ دا پېښې زمونږ حوصلې ماتولې نه شي۔ په دې مهال سېنېټ كښې د حكومتي ډلې مشر ډاكټر وسيم شهزاد په اېف سي اهلكارو د ترسره شوي بريد سخته غندنه كولو سره ووئيل ترهګر به كله هم خپلو ناوړه ارادو كښې كامياب نه شي۔ دا ډول پېښې د امنيتي ادارو حوصلې كمزورې كولې نه شي۔ هغه د بريد په نتيجه كښې په شوي ځاني زيان د افسوس څرګندونه وكړه۔ هغه ووئيل امن لپاره د امنيتي اهلكارو قربانۍ به بې ځايه نه ځي۔ هغه ووئيل د ترھګرۍ نوغې به وېستلې شي او چاته به د هېواد امن له مينځه وړولو اجازه وركولې نه شي
د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او د حكومتي ډلې مشر ډاكټر شهزاد وسيم ژوب كښې په اېف سي اهلكارو د ترسره شوي بريد سخته غندنه
مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز