اسلام آباد 01 اګست (اے پي پي)د منصوبه بند٬پرمختګ او خاص اقداماتو وفاقي وزير اسد عمر وئېلي دي چې په پاكستان كښې د دريو كروړو څخه زياتو كسانو ته د كورونا واكسين لګولې شوي۔د اتوار په ورځ په ټوېټر په خپل ټوېټ كښې وفاقي وزير اسد عمر ووئيل چې په پاكستان كښې وړومبې 1 كروړ خلكو ته د واكسين په لګولو كښې 113 موده لګېدلې٬په دوهم كروړ كښې 28 ورځې او په درېم پړاؤ كښې د يو كروړ خلكو د ويكسين په لګولو يوازې 16 ورځې موده لګېدلې ده۔ده ووئيل چې تېره اونۍ په هېواد كښې د ويكسي نېشن عمل زيات شوې او د اونۍ په شپږ ورځو كښې نوې رېكارډونه جوړ شوي۔په تېرو 6 ورځو كښې رېكارډ 50 لكه ويكسي نېشن لګولې شوي۔تېره ورځ 9 لكه 34 زره كسانو ته واكسين لګولې شوي دي
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری کے نمبر