اسلام آباد 06 نومبر (اے پي پي) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي بنګله ديش له ماتې وركولو سره سيمي فائنل ته په رسيدو ګرين شرټس له مباركي وركړې ده۔ د اتوار په ورځ شوې ميچ كښې د پاكستان كركټ ډلي له مباركي وركولو سره په ټويټر صدر مملكت ووئيل ډير ښه! غير معمولي صلاحيت لرونكي او خوش قسمته د پاكستان ډلي ۔ د لوے څښتن مننه كوو چې زمونږ ډلې په سيمي فائنل كښې ځائې جوړ كړو ۔ شاهين آفريدي ډير ښه بالنګ كړې دې ، هغه يو جوهر دې ۔ صدر مملكت ووئيل لوے څښتن ته معلومه ده چې مونږ له خپل پرمختګ لپاره دې خوشخبرۍ ته اړتيا وه۔ صدر مملكت ګرين شرټس له د سيمي فائنل لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ ده ووئيل انشا الله كاميابي به ترلاسه شي۔
مضمون کا ماخذ : سلاٹ فادر