اسلام آباد 23 ستمبر (اے پي پي) د تېرو 24 ساعتونو په مهال په هېواد كښې د كورونا وائرس نور 2357 كېسونه رامخې ته شوي دي او په ټول هېواد كښې نور 58 كسان په حق رسېدلي دي چې پكښې 20 كسان په وېنټي لېټرو وو، د نېشنل كمانډ اېنډ آپرېشن سنټر لخوا جاري شويو شمېرو له مخې د تېرو 24 ساعتونو په مهال د كورونا وائرس 48 زره 151 ټېسټونه شوي دي۔ د كورونا څخه د ښه شويو كسانو شمېره 11 لكه 43 زره 605 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا د فعاله كېسونو شمېره 61 زره 558 ده او د ټولو ځپليو شمېره 12 لكه 32 زره 595 ته رسېدلې. په هېواد كښې د كورونا په وبا كښې تر اوسه 27 زره 432 كسان په حق رسېدلي دي.تر اوسه په ټول هېواد كښې د كورونا يو كروړ 89 لكه 49 زره 329 ټېسټونه شوي دي. د هېواد په 640 روغتونونو كښې د كورونا 4 زره 816 رنځوران تر معالجه لاندې دي
مضمون کا ماخذ : پاور بال کے نتائج