اسلام آباد۔3اګست(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چې د خبريالانو او فنكارانو هې??تھ انشورنس د وزيراعظم شهباز شريف تاريخي پرېكړه ده ٬ د نواز شريف په دور كښې د هې??تھ انشورنس کارډ بنياد كېښودلے شو٬ خبريالانو او فنكارانو ته د هلېتھ انشورنس آساني وركول د دغې لړۍ يوه كړۍ ده٬ مونږ د 15 مياشتو په لنډه موده كښې د خبريالانو خېر ښېګړې له قانون سازي وكړه٬ د نیوز پېپرز ملازمینو تنخاګانو ??ه مد كښې مو 12 كروړه روپۍ ادا كړې۔ د دې خيالاتو څرګندونه دې د زيارت په ورځ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت او د اسټېټ لائف انشورنس ترمينځه د خبريالانو او فنكارانو هې??تھ انشورنس لپاره د مفاهمت په يادښت د لاس ليك دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې وزيراعظم شهباز شريف ٬ د قانون وفاقي وزير اعظم نذير تارړ٬ ?? وزيراعظم د معيشت او توان كوارډينېټر بلال اظهر کیانی، د اطلاعاتو وفاقي سېكتر سهېل علي خان ٬ پرنسپل انفارمېشن آفیسر مبشر حسن، چیئرمین اسټېټ لائف انشورنس شعیب جاوید او نورو اړوندو چارواكو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې وفاقي وزيرې ووئيل ?? پاكستان په تاريخ كښې په اولني ځل د ګرد پاكستان خبريالانو او فنكارانو لپاره د روان كال ??ه مهال بجټ كښې يو ارب روپۍ بېلې كړې شوي دي۔ دې ووئيل ??وه اونۍ وړاندې خبريالانو او ميډيا وركرز او يوه اونۍ وړاندې د فنكارانو هې??تھ انشورنس لپاره رجسټرېشن پېل كړې شو۔ دې ووئيل ?? نواز شريف په دور كښې د هې??تھ انشورنس كارډ بنياد كېښودلې شو هم په دغه بنياد خبريالانو او فنكارانو لپاره هې??تھ انشورنس كارډ جاري كولې شي۔ دې ووئيل وزیراعظم شهباز شریف به د روانې مياشتې په 7 مه نېټه د هې??تھ انشورنس کارډ اجراﺀ كوي۔ دې ووئيل ?? هې??تھ انشورنس لاندې به كارډ لرونكو ته د ان ډور او آؤټ ډور طبي آسانيو په شمول د رېنل سرجری، هارټ سرجری، کارډک سرجری او د نورو سرجريز آسانۍ ترلاسه وي۔ دغسې د دې كار د لارې به اېمبولېنس سروس څخه هم استفاده كولې شي۔ مريم اورنګزېب ووئيل چې هې??تھ انشورنس سره سره د خبريالانو او فنكارانو د خېر ښېګړې بندوبست هم شوے دے۔ مريم اورنګزېب ووئيل ?? 15 مياشتو په لنډه موده كښ 12 كروړ روپۍ ريكور كولو سره د نيوز پېپرز ملازمينو تنخاګانو ??ه مد كښې ادا كړې شوې او د ميډيا وركرز د جاب سېكورټي په شمول هې??تھ انشورنس پېل كړے شو۔ وفاقی وزیرې خبريالانو او فنكارانو لپاره د هې??تھ انشورنس سكيم په كامياب جوړولو د اطلاعاتو وزارت ټولې ډلې مننه وكړه۔
د خبريالانو او فنكارانو هېلتھ انشورنس د وزيراعظم شهباز شريف تاريخي پرېكړه ده ٬ د وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب دستورې ته خطاب
Fortune Rat Online Entertainment APP
مضمون کا ماخذ : پاکستان لاٹری نمبر