اسلام آباد۔17ستمبر(اے پی پی) جسټس ??اضي فائز عیسی د چیف جسټس آف پاكستان په توګه سوګند پورته کړو، صدر ډاکټر عارف علوي ده څخه سوګند واخست۔ د سوګند پورته کولو ساده او باوقاره مراسم د اتوار په ورځ په صدارتي مانړۍ كښې ترسره شول۔ د سوګند پورته کولو په مراسمو کښې د نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ او د پوځ سرلښکر جنرال سيد عاصم منير سره سره د وسله والو ځواکونو لوړ پوړو افسرانو، د سپريم کورټ او هائيکورټونو حاضر سروس او ريټائرډ ججانو، د صوبو ګورنرانو ٬ اعلی وزيرانو ٬ نګران وفاقي وزيرانو او نورو مهمو شخصياتو ګډون وکړو۔ ياده دي وي چي صدر ډاكټر عارف علوي د جون په 21مه نېټه د جسټس ??اضي فائز عيسی د چيف جسټس ??ه توګه د تقررۍ منظوري وركړې وه۔ د جسټس ??اضي فائز عیسی د چيف جسټس آف پاكستان په حېث تقرري د آئين آرټيكل د 175 اے 3 لمخې وكړې شوه۔ د سوګند پورته كولو په په دستوره كښې د آزاد جمو او كشمير سپريم كورټ چيف جسټس او ججانو، د وفاقي شرعي عدالت ججانو، د بارز چارواكو، لاﺀ آفيسرز او د بارز غړو هم ګډون وكړو?? ج??ټس ??اضي فائز عیسی له سوګند پورته کولو وروستو د هېواد د 29م چیف جسټس کېدو درناوې ترلاسه كړے دے?? ج??ټس ??اضي فائز عیسی له 45 کالو راهسې د قانون څانګې سره پېوست پاتے شوے او نزدې 27 کاله يۍ د وکیل په توګه کار کړے۔ دے په 5 اګست 2009 د بلوچستان د هائی کورټ د چیف جسټس ??ه توګه وټاکلے شو او وروستو ده ته په 5 ستمبر 2014 د سترې محکمې د قاضي په توګه ترقي وركړې شوه۔ دے د چیف جسټس د چوکۍ په ذمه وارۍ په غاړه اخستو څخه وړاندې د سترې محكمې تر ټولو مشر جج وو??
جسټس قاضي فائز عيسی د چيف جسټس آف پاكستان په توګه سوګند پورته كړو
Shaolin Football Entertainment Platform Official Website
مضمون کا ماخذ : como ganhar na quina