لاهور 31 اکتوبر (اے پي پي) نګران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي لنډ مهاله حكومت د هېواد معاشي استحكام او پرمختګ ل??اره هر ممكن هڅې كوي٬ يو قام هم د تعليم نه غېر د پرمختګ منزل نشي ترسره كولے، د تعليم څانګې بهترۍ لپاره په ګډه كار كول وي، ځوانان د هېواد قېمتي اثاثه ده ۔ د دې خيالاتو ??رګ??دونه ده د نهې په ورځ د انسټيټيوټ فار آرټ اينډ کلچر وړومبني كانووكېشن ته د خاص مېلمه په توګه خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل حکومت د هېواد پرمختګ ل??اره شپه او ورځ هڅې كو??٬ د آئي ټي څانګې ته وده وركولو سره ډېره زرمبادله كټلې كېدې ش??٬ د سي پېك منصوبو سره پاكستان د پرمختګ منزلونه ترسره كړې دي، ده ووئېل زرعي څانګه د هېواد په معيشت كښې د ملا تير حېثيت لري٬ په دې څانګه كښې جديد ټېكنالوجي او ريسرچ خپلو سره هېواد خود كفيل كېدے شي۔ په دې مو??ع وزيراعظم ووئيل په دستوره كښې ګډون زما لپاره د اعزاز خبره ده٬ تعليم يو داسې هنر دے چې په استعمال ئ?? د هېواد تقدير بدلېدے شي۔ په دې مو??ع ده سندونه ترلاسه كوٶنكو زده كوٶنكو ته په مباركي وركولو كښې ووئيل ځوانان د پاكستان سباٶن دے۔٬ زه د انسټيټيوټ فار آرټ اينډ کلچر استاذانو له هم مباركي وركوم چا چې د دې زده كوٶنكو په كاميابۍ كښې مهم كردار لوبولے دے ٬ د تعليم په مېدان كښې د آئي اے سي كردار د ستائنې وړ دے۔ زه هيله لرم چې د ادارې ودې لپاره به فارغ التحصيل زده كوٶنكي او د هېواد پرمختګ كښې هم مهم كردار ولوبوي۔ انوارالحق کاکړ ووئيل پاکستان كښې د انفراسټرکچر او انفارميشن ټيکنالوجي په څانګه كښې د سرمايه كارۍ پراخه مو??عې موجود دي ٬ مو??ږ د آئي ټي څانګې ته وده وركولو سره نه يواځې د آئي ټي ګرېجوېټ زياتولے شو بلكې دې سره زرمباله هم ګټلې كېدې شي٬ مو??ږ د نړۍ بهترين آئي ټي پروفېشنلز لرو۔ وزيراعظم ووئيل سي پېك يوه ګيم چېنجر منصوبه ده۔ چين پاکستان اقتصادي راهداري د لارې پاكستان د پرمختګ منزلونه ترسره كړي۔ په دې مو??ع د انسټي ټيوټ فار آرټ اينډ کلچر وائس چانسلر محمد فېصل جنجوعه په کانووکيشن كښې په ګډون كولو د وزيراعظم انوارالحق کاکړ مننه وكړه۔ د دې نه وړاندې وزيراعظم انوارالحق كاكړ په بېلا بېلو څانګو كښې كاميابو زده كوٶنكو (هلكانو٬ جينكو) ته سندونه او مېډال وركړل۔
ځوانان د هېواد قيمتي اثاثه ده ، لنډ مهاله حكومت د هېواد معاشي استحكام او پرمختګ لپاره هر ممكن هڅې كوي۔ د وزيراعظم انوارالحق كاكړ د انسټيټيوټ فار آرټ اينډ کلچر وړومبني كانووكېشن ته وېنا
Royal Jewelry Entertainment Platform APP
مضمون کا ماخذ : لاٹری آن لائن خریداری