اسلام آباد۔8 جون(اے پی پی) وزیر اعظم شهبازشریف په هېواد كښې سرمايه كاري زياتولو له لويې ګام پورته كولو سره بېلو څانګو لپاره د ټاسك فورس جوړولو هدايت كړې۔ دا ټاسك فورس به سېلګرۍ ٬ آئي ټي ٬ فارما ٬ اي كامرس او كركيلې لپاره جوړولې شي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان لمخې وزيراعظم شهباز شريف سره د امريكن بزنس كونسل پلاوي د شورؤ په ورځ اسلام آباد كښې ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د فارما ٬ فوډ پراسسېنګ ٬ آئي ټي سېكټر ٬ اي كامرس ٬ ريټېل سېكتر ٬ ټېكسټائل ٬ سپورټس او لاجسټكس څانګو استازو ګډون وكړو۔ په دې مهال وفاقي وزيران سیّد نوید قمر، مخدوم مرتضی محمود، مریم اورنګزېب او او اړوند اعلی چارواكي هم موجود وو۔ وزیراعظم شهباز شریف په بېلو سېكټرو كښې سرمايه كاري زياتولو له د ټاسك فورس جوړولو هدايت جاري كولو سره ووئيل چې په برآمدي صنعتونو دې ټول ټېكسونه ختم كړې شي۔ ده ووئيل د هېواد په تاريخ كښې په لومړي ځل د پالېسيو د تسلسل خبره مونږ كړې ده۔ وزیراعظم ووئيل د هېواد معيشت او عام وګړي خېر ښېګړه د سياست نه پورته ده۔ په دې موقعه ګډون كوؤنكو ووئيل د حكومت د پالېسيو له امله د سرمايه كارو باور بحال شوې دې٬ د بجټ نه وړاندې ټولو همكارانو سره مشاورت خوشبين دې۔ وزیراعظم د كامرس او سرمايه كارۍ بورډ سېكترانو ته د سرمايه كارو د مسئلو په فوري توګه د حل كولو هدايت كولو سره ووئيل په يوه اونۍ كښې دننه دې د ټولو مسئلو مخنيوې كولو سره رپورټ وړاندې كړې شي۔
د وزيراعظم بېلو څانګو له د ټاسك فورس جوړولو ٬ د برآمدي صنعتونو په خام مال د ټولو ټېكسونو ختمولو هدايت
مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا