پېنډې 19 نومبر(اے پي پي) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي مولانا طاهر محمود اشرفي د بابا ګرونانك د زېږون ورځې په موقع سكھ ياتري ته هركلے وئيلې او د هند پشمول د ټولې نړۍ څخه راغليو سكھ ياتريانو ته ئې د هر ډول اسانيو برابرولو باور وركړے. د جمعې په ورځ نجي ټي وي چېنل سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت د سكھ ګوردوارو امنيت او ساتنې ته خاص پام لرنه كوي. هر كال په لويه شمېره سكھ ياتري پاكستان ته راتګ خوشبينه دے. ده ووئيل حكومت سكھ ټولنې ته خپل مذهبي رسومات ادا كولو لپاره غوره اسانۍ وركوي. مولانا طاهر اشرفي ووئيل په پاكستان كښې د هر يو مذهب خلق آباد دي، هند تل پاكستان ته د سكھ ياتريانو په راتګ كښې ستونزې پېدا كړې. ده ووئيل په پاكستان كښې ټول اقليتونه برابر حقونه لري. دلته هر څوك آزادې سره د كومې يرې نه بغېر اوسېدے شي. ده ووئيل پاكستان ته راتلونكي سكھ ياتري د حكومت لخوا د شوو انتظاماتو نه مطمئن دي او خپل ځان دلته محفوظ ګڼي.
د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ خاص استازي مولانا طاهر محمود اشرفي نجي ټي وي چېنل سره خبرې
مضمون کا ماخذ : لاٹری کے نتائج