اسلام آباد 29 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو نګران وفاقي وزير مرتضيٰ سولنګي وئيلي دي نن په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل برقرار دے٬ ټاكلے كېدونكے وزيراعظم به په 4م مارچ سوګند پورته كوي، (نن) د جمعې په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر انتخاب كېږي٬ په سوله ايز ډول اقتدار منتقل كېږي، مونږ دا لوظ كړے ؤ چې دا هېواد په كوم حالت كښې ٶ د هغې ??ه به په بهتر حالت كښې ټاكلې حكومت ته وركوٶ، نګران حکومت خپل كار پورا كړو ٬ د الېكشن مالي او انتظامي ضرورتونه ترسره كړے شوي٬ اوس زمونږ ترجيح معاشي استحكام دے۔ د زيارت په ورځ د پي ټي وي په پروګرام كښې د خبرو په مهال ده ووئيل زمونږ د آئين په ديباچه كښې ليك دي چې دا هېواد به د دې هېواد ټاكلي نمائندګان چلوي، نن دا لوظ پورا شو٬ ټولو ټاكلو غړو سوګند پورته كړے٬ سبا به د سپيكر او دوهم سپيكر ټاكنې كېږي او د مارچ په څلورمه نيټه به نوے ټاكلے كېدونكے وزيراعظم سوګند پورته كوي٬ ده ووئېل د نګران حكومت 200 ورځې وشوې۔ د ي??ې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د 1977 په انتخابات هم اعتراضات شوي وو ٬ د هغه وخت مخالفې ډلې وئيلي وو چې مونږ انتخابات نه منو٬ وروستو د قامي اتحاد مشرانو تسليم كړه چې درغلي نه وه شوې۔ د ي??ې پوښتنې په ځواب وفاقي وزير ووئيل د پي ټي آئي چيټۍ سره به د آئي اېم اېف پراسېس نه اودرېږي٬ آئي اېم اې?? به دغسې يوې چيټۍ ځواب هم ورنه كري او ??ه به د دې په نتيجه كښې آئي اېم اېف سره چارې اودرېږي۔ د ي??ې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئېل كه په قانوني توګه چا ته چوكۍ ترلاسه كېدې شي نو وركول پكار دي، اولس چې څوك وټاكي ھغوي دې د اولس ترجماني وكړي۔
نن په هېواد كښې د جمهوريت تسلسل برقرار دے٬ ټاكلے كېدونكے وزيراعظم به په 4م مارچ سوګند پورته كوي٬ په سوله ايز ډول اقتدار وركړے كېږي۔ مرتضيٰ سولنګي
Oriental Prosperity Official Entertainment Website
مضمون کا ماخذ : میگا جیک پاٹس: کلیوپیٹرا