اسلام آباد۔20مارچ (اے پی پی صدر آصف علي زرداري د پاکستان ??و جاپان تر مينځه د دوه اړخيزه مرستې دائرہ کار په خاص توګه تجارت، سرمایه کارۍ ، معیشت، كلتور او د اولسي روابط په څانګو كښې په پراختيا زور راوړلو سره وئېلي دي پاکستان يو لوئي ماركيټ دے او د جاپان کاروباري ادارو له په مختلف څانګو كښې په سرمایه کارۍ كولو د معاشي موقعو څخه ګټه پورته كول پكار ده ۔ صدر د دې خیالاتو اظهار پاکستان كښې د جاپان سفیر مټسوهیرو واډا سره د خبرو په مهال وكړو چا چې د شورو په ورځ ایوان صدر ده سره ملاقات وكړو ۔ صدر ووئ??ل دواړه هېوادونه زړې اړېكې لر?? كومې چې د دواړو خواو ګټې لپاره لا قوي کولو ته ضرورت دے۔ ده په دې خبره رڼا واچوله چې جاپان د پاکستان کلیدي ترقیاتي ملګرے دے څوك چې د جاپان انټرنیشنل کوآپریشن ایجنسي (جائیکا) تر مخه مختلف څانګو كښې د پاکستان سماجي او اقتصادي ترقۍ له معاونت كوي ۔ ده ووئېل د پاکستان آبادي ډېره زياته ده او هغه د تربیت یافته و پیشه ورہ افرادي قوت د لارې جاپان ته د بشري وسائلو ضروریات تر سره كولو له مرسته كولې شي ۔په دې مهال د جاپان سفیر ووئېل پاکستان د يو سټریټجک چاپېريال او د ډېرې لوئي آبادۍ لرونكے هېواد دے او د جاپان کمپنۍ په دې څانګو كښې خوښي لري ۔ ده د دواړو هېوادونو ګټې لپاره د موجودہ مرستې په لا قو?? كولو زور راوړو ۔ ده ووئېل جاپان ته د پاکستاني آمونو لېږل زياتېږي ۔ سفیر د تېر خارجه وزیر بلاول بھټو زرداري د جاپان دورہ کامیابه ګرځولو سره ووئ??ل د پاکستان ځوان نسل د يو خوشحال وطن په جوړولو كښې مضبوط کردار ادا کولے شي ۔ مټسوهیرو واډا صدر آصف زرداري ته په دوهم ځل په صدر ټاكلے كېدو مبارکي وكړه او د جاپان شهنشاہ د اړخه ئې نيكې هيلې ورسولې ۔ صدر مملک?? په مبارکۍ د سفیر مننه وكړه او د جاپان شهنشاہ له غوره هيلې ولرلې ۔۔
پاکستان او جاپان له د دوه اړخيزه مرستې دائرہ کار ته پراختيا وركول غواړي ، د صدر آصف علي زرداري د جاپان سفیر سره خبرې
Immortal romance official entertainment website
مضمون کا ماخذ : جنگل کے راز