اسلام آباد 12جولائي (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو له د كوټلې اقدامات کولو، ويټ بورډ كښې د كروندګرو ، لينډ انفارمېشن اينډ مينجمنټ سسټم او سپ??رکو نمائندګانو شاملول او د پاسکو نجکارۍ تګلاري جوړولو سپ??رښتنه كړې ده۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د اړخه جاري شوې بيان له مخې ده دا سپ??رښتنه د جمعې په ورځ په خپله مشرۍ كښې د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وزارت او پاسکو په اړه د غونډې په مهال وكړه۔ په غونډه كښې د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد خان چيمه ، د خزاني وفاقي وزير اورنګزيب، د قامي غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير رانا تنوير حسين ،د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاء تارړ ، وزير مملکت علي پرويز ملك ،د پلاننګ کمېشن ډپ??ي چيئرمېن جهانزيب خان، د وزيراعظم کوآرډينيټر رانا احسان افضل او اړوندو اعلی سرکاري افسرانو ګډون وكړو۔په غونډه كښې د ويټ (Wheat) بورډ ري اسټرکچرنګ منظوري وركړې شوه۔ وزيراعظم سپ??رښتنه وكړه چې د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو له دې كوټلې اقدامات وكړې شي او ويټ بورډ كښې دې د کروندګرو نمائندګان شامل کړې شي۔ده ويټ بورډ كښې د لينډ انفارمېشن اينډ مينجمنټ سسټم او سپ??رکو نمائندګانو شاملولو او د پاسکو نجکارۍ په اړه د تګلارې جوړولو سپ??رښتنه هم وكړه۔ وزيراعظم امر وكړو چې وفاقي حکومت دې د غنمو اخستلو په اړه متبادل تګلاره ترتيب كړي او په دې اړه دې د ګلګت بلتستان ، آزاد کشمير پشمول صوبائي حکومتونو او اړوندو ادارو سره مشاورت وكړې شي۔ غونډې ته د ويټ بورډ ري اسټرکچرنګ او ټي او آرز،د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو او پاسكو كښې د اصلاحات په اړه هم بريفنګ وركړے شو۔
وزيراعظم د غنمو او نورو فصلونو پيداوار زياتولو له د كوټلې اقدامات کولو، ويټ بورډ كښې د كروندګرو ، لينډ انفارميشن اينډ مينجمنټ سسټم او سپارکو نمائندګانو شاملولو، د پاسکو نجکارۍ تګلارې جوړولو سپارښتنه وكړه
Butterfly official entertainment link
مضمون کا ماخذ : prêmios raspadinha